مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-05-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پښتو ژبې په اړه په آلمان کې نوې څېړنې


ټاکل شوې ده چې د مۍ د مياشتې په اته ويشتمه نېټه به د آلمان د بن ښار په پوهنتون کې د پښتو ژبې او د دغې ژبې د تاريخي تکامل او خپلوۍ په اړه يوه په زړه پورې م اله وړاندې شي. د دغې مقالې په ترڅ کې به آلمانی ژبپوه ښاغلی زبستيان „زمری“ هاينه د پښتو څېړنو په برخه کې خپلې نوې او په زړه پورې نتيجې وړاندې کړي. په دې لړ کې په تېره بيا د پښتو او اوستا تر منځ اړيکې څېړل کېږي. اوستا د زردشت ژبه گڼل کيږي چې درې زره کاله وړاندې په افغانستان کې ويل کېدله. له ټولو آلمان او اروپا مېشتو افغانانو څخه په د نښت هيله کېږي چې په دغه غونډه کې گډون وکړي.

وخت
د مۍ د مياشتې اته ويشتمه نېټه  (28. Mai) ، د ماپښين پاو باندې (پاو بالا) درې بجې تر پاو باندې څلورو بجو پورې (15.15 bis 16.15 Uhr)

ځای
د آلمان د بن ښار په مرکز کې د بن پوهنتون د عمومي ودانۍ په دوهم نمبر تالار کې
پته
Universität Bonn, Am Hof 2-3, Bonn, Germany, Hörsaal 2

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery