دملي امنيت د رياست دمطبوعاتي دفتر اع
اميه
دبلخ پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي يو تن زدکړيال پرويز کامبخش د نورو مح
صلانو ترمنځ په اسلام کي له ښځي سره د دښمني په باره په مقاله کي د جملو د تکثير ويشلو
او په هغو کي د زياتوالي په تور اووه مياشتي مخکي د سيمه ئيزي محکمي له خوا اسلامي م
دساتو ته دسپکاوي تور ورباندي ولګول شو . سيد پرويز کامبخش د علني محکمي په غونډو کي له ح
اضريدو وروسته دخپلو څرګندونو په ترڅ کي چي په ده پوري د اړوندي پيښي د څيړنو په خاطر جوړي شوي وي
ددي لپاره چي خپل پخواني اعترافونه باطل او ځان ته برائت ورکړي دبلخ ولايت دملي امنيت درياست په
موظفينو باندي يي دده د اعترافونو په اخستلو کي د ناوړه چلند او د ځورني د عملي کولو تور لګولي دي
دملي امنيت دلوي رياست مطبوعاتي دفتر په دي ترڅ کي چي دغه ادعا په بشپړه توګه ردوي هغه بيخي د
وغ بولي او يادونه کوي . پرويز کامبخش دبلخ ولايت دملي امنيت په رياست کي د شکمن په توګه نه ب
کي دبلخ دوالي له لارښووني سره سم د ميلمه په توګه د ده دورور له خوا دغه رياست ته وغوښتل شو
چي ددغي بلني علت دده له خوا دترسره شوي عمل په وړاندي د قهر جنو محصلانو د اقداماتو
او غبرګونونو په وړاندي دکامبخش د سر او سلامتيا ساتنه وه ان داچي دبلخ ولايت دملي امنيت درياست مش
تابه له قانوني لاري د پيښي د دسوله ئيز حل کولو او د اعتراض کوونکو د قهر د کنترولولو په خاطر
د عمل نوښت وکړ په خپله دمحصلانو له استازو سره خبري وکړي . لکه څنګه چي کامبخش ادعا کړي د
ه له ده څخه دبلخ ولايت دملي امنيت په رياست کي تحقيق نه دي شوي بلکي دبلخ پوهنتون د محصلانو له
خوا وړاندي شوي سندونه او شواهد چي دي يي اسلامي مقدساتو ته په سپکاوي معرفي او تورن کړي ترلاسه
کړي او دابتدائيه دوسيي په ترڅ کي يي د څيړني او د تحقيق د بهير د بشپړولو
په خاطر دبلخ ولايت دملي امنيت څارنوالي ته سپارلي دي . دغه ادعاګاني په داسي حال کي طرحه کيږي چي په م
رکز او ولايتونوکي د ملي امنيت دلوي رياست موظُفين له تورن څخه د تحقيق په بهير کي چي ان په
تروريستي او ځانمرګو فعاليتونو کي يي ونډ ه درلوده د هيواد د نافذو قوانينو او مقرراتو له مخي او دبش
د حقوقو دکنوانسيونونو د رعايتولو او دملګرو ملتو دسازمان او مدني ټولنو د پريکړه ليکونو له په پام کي
نيولو سره عمل کړي دا عترافاتو د ترلاسه کولو په خاطر په تور ن باندي هيڅ راز فشار او ځورونه نه عملي
کوي دملي امنيت لوي رياست دکامبخش له خوا طرحه شوي اد عاګاني دروغ او هغه له حقيقت څخه لري بولي
.