دخپریدو نیټه : 2008-06-09 مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل
د بينوا ويب پاڼي د خواشينۍ پيغام
جلالزی
د بینوا ویب پاڼي مشر تابه هیت او زمونږ د کور
دننه او بهر میشت همکاران د وتلي خبریال عبدالصمد روحاني په مړینه خپل ژور خفګان څرګندوني او خدای بښلي
وحاني ته د لوی رب له درباره د فردوس جنت او د هغه کورنۍ ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.عبدالصمد روحاني چې د
خبریالۍ،فرهنګ او ادب په برخه کې یې نه هیریدونکي هڅي کړي تشه به یې تل د پښتنو خبریالانو په مینځ کې محسوسه
وي . نوموړي په ډیرو سختو او جګړیزو حالاتو کې له ناکراره ولایت هلمند څخه رپوټونه ورکول او د هلمند ولایت د
خلکو هغه ستونزي یې د نړیوالو غوږو ته رسولي کوم چې د بیلا بیلو ډلو له خوا ورسره مخا مخ دي. د هلمند د دې باتور
بچي شهادت دې مبارک وي. د بینوا ویب پاڼي کارکونکي د خدای بښلي روحاني د مړیني خبر سخت متاثر کړي او ورته د
لوی خدای له دربار څخه د جنت مطالبه کوي.