مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-06-09   مخپرونکئ : سهار

د روحاني پر وژنه د خواشينۍ پيغامونه

                                ;     چې پيدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه

                              &nbs p;                               & nbsp;     داسې مړه شه، چې ته خاندې خلک ژاړي

((څرک مدني او کولتوري ټولنه )) د افغان ژورناليست او يکوال عبدالصمد روحاني ناځوانمردانه وژنه غندي او قاتلانو ته يې د سختې جزا غوښتنه کوي. عبدالصمد روحاني د جګړه ييزې خبريالۍ د ډګر هڅاند ژورناليست واو تل يې په خپلو رپوټونو کې بې پريتوب ساته. د هغه شهادت د ژورنا يستانو کورنۍ ته يوه نه جبرانېدونکې ضايعه ده. د بيان د ازادۍ دښمنان نه غواړي افغان ولس له حقايقو خبر شي، ځکه خو تل د حقيقتونو د بربنډتيا مخنيوى کوي.

 خداى دې ده ته جنت او پاتې کورنۍ ته يې د زړه صبر و کړي

انالله و انا اليه راجعون

څرک مدني او کولتوري ټولنه- کابل

--------------------------------------------------------------------------------------

لوګر فرهنګي ټولنه د زلمي ژورناليست عبدالصمد روحاني پر وژنه خپله ژوره خواشيني ښيي. ارواښاد روحاني يوازې ژورناليست و او سروکار يې له خبر او پېښې سره و. هغه په خپلو رپوټونو کې د هيڅ اړخ پلويتوب نه کاوه. موږ په داسې حال کې ، چې د ارواښاد روحاني وژنه غندو، نوموړي ته له خدايه فردوس جنت او پاتې کورنۍ ته يې د زړه صبر غواړو.

لوګر فرهنګي ټولنه- پل ع م

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery