دخپریدو نیټه : 2008-06-09 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
د خپلواکۍ د فرهنګي مرکې د خواشینۍ پیغام
د ځوان ژورنالیست ( روحاني ) د ترور له امله د
خپلواکۍ د فرهنګي مرکې د خواشینۍ پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په افغانستان کې د بي بي سي را
یو ځوان اوتکړه ژورنالیست عبدالصمد روحاني په هلمند ولایت کې د قلم او د بیان د خپلواکۍ د دښم
نانو په ګولیو وژل شوی او د شهادت لوړه مرتبه یې ترلاسه کړه ( لوی خدای دې ښه جنتونه ور په برخه کړي ) .
موږ
په دې توګه د ارواښاد روحاني کورنۍ او دوستانو سره خپله غم شریکي اعلانوو او دوي ته د تسلیت تر څنګ د زغم او
جمیل صبر هیله لرو .
د ارواښاد روحاني پر وژنې د تورتم استازو وښوده چې دوي لا هم نه یوازې د رښتیا
ویلو له مخکښانو ویریږي چې دا یې هم وښودله او پخپله یې څرګنده کړه چې تل د بې وزلو ، خوارو او غیر پوځي
وګړو وینه د همدوي پر کرغېړن لاس تویږي .تر دې به بل لوی جنایت نه وي چې د یو بې وزلي ژورنالیست او لیکوال
پر وینو تویولو دې لاسونه سره شي . د فرهنګ دلارې خادمان او له هغې ډلې ژورنالیستان او لیکوال دا د ټولنې
هغه تش لاسې او بې پرې ډله ده چې زیان یې ټولنې ته نه بلکې ګټه رسونه یې تر هغې بلې ډېره ده . هغوي له پېښو او ح
الاتو نه خپل هېوادوال ، سیمه او نړۍ خبروي او دا چې د پېښو تر شا د چا لاس او زیان او ضرر یې څومره او چا ته دی ،
دا د ټولنو کار دی او د هغوی قضاوت ، خو له بده مرغه کله د جګړو اړخونه د خپلو کمزوریو کسات له ژورنالیستانو
او لیکوالو اخلي او په دې توګه هم یو غیر اسلامي عمل ترسره کوي او هم د ځان پر وړاندې کرکه او نفرت په ولس او
بشریت کې زیاتوي .د روحاني قاتلین هم همداسې کم عقلان دي .
ددغه شان تور زړو پر وړاندې که په دولتونو کې وي او
که په مخالفینو کې د فرهنګیانو یوه پراخه ټولنه جوړول او د یو لاس عکس المل ښودل په کار دي . هیله ده
زموږ ګران ژورنالیستان او لیکوال د خپل ځان او سر د ساتنې مراقب و اوسي ، ځکه پرته له خدایه دلته د ځمکې پر سر
خو نه دولت او نه د شر استازي دا یو هم د دوي کوچنۍ شانتې پروا هم نه لري .
په پای کې د ارواښاد روحاني ا
وا ښاده غواړو او کورنۍ او دوستانو ته یې د خپل تسلیت مراتب یوځل بیا وړاندې کوو .
په درنښت
یوسف هېواددوست