د ناټو- آيساف خبر پاڼه
نړيوال سوله ساتي
ځواکونه – افغانستان
د يوه تړون پر اساس د کابل د نړيوال هوايي ډګر کنټرول افغان مقاماتو ته سپا
ل کيږي
کابل، افغانستان ( د چنګاښ 11مه) - افغان چارواکو او آيساف د چنګاښ په لسمه افغان لوري ته د کابل د
نړيوال هوايي ډګر د هوايي ترافيکو د کنټرول د سپارولو پر لوري لومړي ګامونه پورته کړل.
په دې ترڅ کې د ټ
انسپورت او ملکي هوايي چلند وزير ښاغلي حميدالله قادري او د آيساف د هوايي همغږۍ د څانګي مشر تورنجنرال جې. ا
.اچ. ايکيلبوم د تړون د لاسليک کولو په موخه ليدنه وکړه.
دمګړۍ ، آيساف د کابل په هوايي ډګر کې د هوايي ت
افيک ټولې چارې سمبالوي. ددې تړون سره سم به آيساف په نړيواله کچه پيژندل شوي ملکي کنټرولران افغانستان ته
ا وليږي. آيساف به له هغه څخه وروسته ملکي کنټرولرانو ته د کابل د هوايي ډګر د ځانګړتياوو په هکله روزنه و
کړي. کله چې ملکي کنټرولران په سيمه ايزه کچه وپيژندل شول، د آيساف کنټرولران به ملکي کنټرول کوونکو ته مخه
کړي او د مسئولیت واګې به افغان حکومت ته وسپاري.
د افغانانو په لارښوونه به په کار پوه ملکي کنټرول
کوونکي د هوايي ترافيک د کنټرول د دندې د ترسره کولو لپاره د افغانانو په روزنه پيل وکړي. يو وخت به ملکي ق
ارداديان په دې و توانيږي چې له افغانستان څخه ووزي او د افغانستان د ترټولو لوي هوايي ډګر ټاور به يواځې د
افغانانو لخوا اداره کيږي.
د آيساف وياند بريد جنرال کارلوس برانکو وويل:" دا دافغانستان لپاره يو مهم
ګام دى" هغه زیاته کړه " افغان حکومت دې ليږد ته چمتو ده او آيساف دې تيار ده چې ددې پروسې په آسانه کولو کې مرسته
وکړي. او پايله کې دا پروسه افغانانو ته د زياتو دندو د پيدا کيدلو په مانا ده".