د پكتيا ولايت د ژورناليستانو خپلواكه
ټولنه ، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت د اړونده ارګانونو له خوا ، د آريانا تلويزيون د حقيقت
خپروني چلوونكي نصير فياض په نيول كيدو ژور خفګان څرګندوي او د دولتي لوړو مقاماتو څخه په خورا درنښت هيله
كوي چې ، د ژورناليزم نړيوالو اصولو ته د خورا درنښت او احترام په دود ، نصير فياض له بنده خوشئ او افغانستان
او ولس ته يي په كمين كې ناستو مغرضو كړيو ته د دولت او رسنيو ترمنځ د درز اچولو او ناوړه مغرضانه تبليغاتو له
پاره په لاس ورغلي موقع له منځه يوسي.
د پكتيا ولايت د ژورناليستانو خپلواكې ټولنې له خوا