تېره یک شنبې چي دآګست ۱۷ نېټې سره سمون خوري ، دپښتوادبي
تړون چمن ، لخوایو په زړه پوری ادبي سیمینارترسره شو ،چي پکښي دسیمي روڼ اندو ،لیکوالانو،شاعرانو،ادیبانو ،اودادب مینه والو ،په کڼ شمېر برخه اخیستې وه
.
بایدووایو چي نوموړی سمیناردوې برخي درلودې :
په لومړۍ برخه کي یې د ټولني وغړو ته د
سوګند ورکولود مراسمو ترڅنګ ، ښاغلي عادل اڅکزی دټولني د مسؤل ، نعمت الله پښتون یار دمرستیال ، د مشورتي ج
ګې لپاره انجینر محمد نبي امید، رحمت الله رحمت او حاجي اختر محمد ، او ورسره عبدالغفار مظلوم جان د پانګي د
څانګي لپاره وټاکل شول .
دسمینار دویمه برخه یې دمشاعرې لپاره ځانګړې شوې وه ، چي راغلو شاعرانو
خپل خواږه اشعار ولوستل ، دیادوني وړ ده ،په نوموړي سیمینار کي د ښاغلي مېلمه څخه د ټولني لخوا غوښتنه وسوه
چي د چمن وادیبانوته ورکول سوی کتابتون چي د عبدالسلام بابا په نوم نومول سوی وواو دامهال دسیمي چارواکو ځان
ته ګرځولی ، بیرته له چارواکو څخه واخیستل شي او خپلو اصلي خاوندانو ته ، چي دچمن
یکوالان دي ورکول شي ، خو ښاغلي مېلمه ژمنه وکړه چي (خبره به زه ضرور دسیمي دچا
واکو سره وکړم اوتاسوته به بیرته خپل کتابتون درکړل شي )
یادونه : دسمینار مېلمه دولسوالۍ نائب ناضم ښاغلي عبدالقیوم خدکوول وو
داچي نوموړی رپوټ ناوخته خپور شو، زه (حاجي محمد نعیم ) د چم
ن دادبي تړون له غړو څخه بخښنه غواړم .