مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-08-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اتوم دمادې Matter تر ټولو کوچني برخه ده

ژباړه :بشيراحمد
اتوم دمادې) (Matter تر ټولو کوچني برخه ده ، چي د ومړي ځل لپاره يي دموجوديت نظريه له نن څخه٢٥٠٠ کاله وړاندی يوناني ساینس پوه( ليوسي پس) ورکړه . له هغه څخه څ وکلونه وروسته (دیموقراط )همدي کوچنې ذری ته داتوم نوم ورکړ.دالغات ديوناني ژبي دي چي، معنی يي "ويش نه منونکي موجود " ده . ټول اتومونه يو شان وي ، ديوي مادې ٥٠ لکه اتومونه که په يوه قطار کې کښيښودل شي ، يوازي يوسانتي م تر ځاي نيسي . داتوم په منځ کې هسته ځای لری،په هره هسته کې یوډول کوچنۍ ذری موجودی دی چی مثبت چارج لری اودپ وتون په نامه یادیږی اوهمدارنګه دنيوترون په نامه خنثي "بي چارجه" زره هم په هسته کی موجوده ده . په اتومي ساینس کې نيوترون ډير اهميت لري،ځکه دهمدي ذری په واسطه انشقاق "دهستې ويش" صورت نیولی شی .دهر عنصر (Element) په م نځ کې دخپلو ځانګړتياوو لرونکې هسته وجودلری، چي پکې ټاکلی شمیرپروتونونه موجود وي، دپروتون دذروله شمیرڅخه دیوعنصر اتومي نمبر معلومولاي شو،دنيوترونونو شمیر په بيلابيلو عناصرو کې مختلف وي .همداسي اتومونو ته( ایزوتوپ) ويل کيږي. دوخت په تيريدو سره سائنس پرمختګ وکړ . دشلمې پيړۍ په لومړيو کې انشټاین نظريه ورکړه چي، دم ادي او دهغې دوړتيا(انرژی) مطالعه بايد يوځاي ترسره شي . ده دخپل مشهور فرمول E=Mc2 په واسطه وښودله چي،له کوچنې م ادي څخه خورا زیاته انرژی توليدلاي شي .تر هغه وړاندی په ١٨٦٠ زيږديز کال کې (هنري بکرل) چي، کله دعناصرود ت عشع یعنی وړانګې خپرولوخاصیت کشف کړ،نو په څو کلونو کې سائنس پوهان وپوهېدل چي وړانګې غورځوونکې عناصر لکه "ري يم،يورانيم اونور" اتومونه که چیری وچووي،خورا زیاته انرژي به توليد کړي..ساینس پوهانو په اتوم باندی نوری څیړنی هم ترسره کړی،(جوزف تهامسن)د الکترون په کشفول بریالی شو، (لارډر تهر فورډ) داتوم مرکز "هسته" وموندله . په ١٩١٤ زيږديز کې پروتون کشف شو ، په ١٩٣٢ زيږديز کې (سرجيمز چيډوک)نيوترون وموند ، همدا ذرات بيا داتومي ساینس بنسټيز توکې وپيژندل شول ، دهمدی ذرو له موندلو سره سائنس پوهانو له طبيعي اتومونو سره علاقه وښودله . په ١٩٣٢ز کال،( انريکو فرمي) دهمدي چارچ لرونکي (Charged) ذري په واسطه په ايټاليا کې د بېلابېلو عناصرو په استعمال سره داتومي تعاملاتو( Reaction) په هکله څیړنی پيل کړی .نوموړی څلورنوي وړانګې غورځوونکي عناصر وموندل ، په دی وخت کی دجرمني دطبيعی علومو پوهان هم اتومي سائنس ته متوجه شول، په ١٩٣٨ ز کال، دووجرمنې پوهانو( آټوهان او ف ټزسټراس مان) داتومي ماتيدلویا داتومي هستي دويشلوخاصیت( Fission )کشف کړ، هغوي دنيوترون په واسطه ديورانيمو د وي اتوم په چاوديدلو باندي بريالي شول . دوو نورو جرمنې ماهرينو( آټوفرشيخ او ميرمن لائس متز) دا وموندل،چي ديورانيمو هسته دانشقاق په واسطه په دوو برخو ويشل کېداي شي ، څو مياشتې وروسته فرانسوي سائنس پوه( فريډرک جو يټ)داڅرګنده کړه چي،دهستې په ماتېدلو يا انشقاق سره نه یوازی داچي ستره انرژي (توانائي) توليديږي ، بلکې څو نيوترونونه هم ازاديږي . ازاد شوي نيوترونونه ، ديورانيم په شاوخواله راڅرخیدونکو اتومونو سره جنګوې او له هغو څخه نور نيوترونونه پيدا کيږي ، چي بيا نور اتومونه ماتوې . همداسي يوه سلسله تشکیليږي چي (ځنځيري سلسله) ورته ويل کيږي ، دهمدي سلسلې په واسطه زیاته انرژی لاس ته راځی . له همدي لاسته راوړنو وروسته،ديورانيمو اتوم دسائنس پوهانو دپاملرنی وړ وګرځيد،هغوي ډير ژر ديورانيمو ایزوتوپ ترلاسه کړ او دپلوتونيم په موندلو بريالي شول . همدا وخت دوهمه نړيواله جګړه پيل شوه ، داتومي ساینس ماهرينو فکر وکړ چی که چیری په يوه وخت کي داتومونو يو زيات شمير سره وجنګيږي، نو ستره چاودنه به رامنځ ته کړی، هماغه وو چي داتوم بم فکر منځ ته راغي . تر هغه پوري ساینس پوهانو يورانيم ٢٣٥ موندلي ؤ، هغوي پوهیدل چي يو کيلوګرام يورانيم ، دوه نيم زره ټنه ، د ټي اين ټي((T.N.T په شان ستره چاودنه رامنځ ته کولاي شي. دنړيوالې جګړي له پيل کیدلوسره سم جرمني ماهرين) لائس متز( او) آټوفرشيخ( له دی امله چی یهودیان وو،له جرمنې څخه ووتل،ځکه جرمنی واکمن هټلر،دخپلی واکمنی په قلمروکی يهود نه پريښودل ، آټوفرشيخ خپل اوښې (نيلز بوهر) ته داتومي انشقاق په اړه معلومات ورکړل . ډاکټر بوهر ، له انريکوفرمي ، جان ينګ او نورو ماهرينو سره ديورانيمو په انشقاق باندي څېړنه پیل کړه . هغوی له خپلوڅیړنوڅخه دی پايلې ته ورسيدل چي، په (يورانيم ٢٣٥) کې هم اتومي انشقاق پيدا کيدلاي شي . دعملي پايلو دلاس ته راوړلو لپاره يورانيم ٢٣٥ ځانته کول ضروري ؤ، دايو ډيرستونزمن کار ؤ، ځکه دطبیعي يورانيمو په هرو ١٤٠ اتومونو کې يوازي يو اتوم يورانيم ٢٣٥ ؤ. داکار دکوم شتمن حکومت په مرسته کيدلاي شواي ، بالاخره د امريکا حکومت مرستې ته چمتو شو، ځکه له همدي څخه اتوم بم جوړيداي شواي او امریکایانو غوښتل چی داتوم بم په واسطه دوهمه نړيواله جګړه پای ته ورسوی . "پاته لري"
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery