د ولایت مطبوعاتي اعلامیه
نېټه: د ۱۳۸۷ د لړم د
میاشتې ۶
د هیواد دښمنان پر بیګناه افغانانو خپلو ظلمونو ته دوام ورکوي
هلمند-افغانستان: څو ورځې وړاندې د
هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د افغانانو دښمنانو په ډیرې بې رحمۍ سره د یوه بزګر سترګې د کورنۍ د غړو مخې ته
وایستلې. د هلمند ولایت مقام د افغانستان د خلکو ددښمنانو دغه جنایت په کلکه غندي.
دغه بزګر چې اوس د دولت
خوا یې درمنله کیږي روغتیایی حالت یې د ډاډ وړ دی.
د دښمنانو دغه عمل یو غیر اسلامي عمل دی او د افغانانو له
دود او دستور مخالف کار دی. دا لومړۍ ځل نه دی چې د هیواد دښمنانو په هیواد کې داسي ناوړه او غیر اسلامي کارونه
ترسره کړي دی. دوه کاله مخکې هم د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې د هیواد دښمنانو یوه سپین سرې ښځه چې د ۷۰
کالو وه، دولت ته د جاسوسۍ په تور ووژله. دې ته ورته ډیر نور مثالونه هم شته.
د تلې په میاشت کې 27 تنه هیوادوال
چې د کار په موخه ایران ته روان وه د طالبانو لخوا په د کابل هرات د لویی لاری په اوږدو کی په شهادت ورسیدل.
د دولت امنیتي ځواکونه له دغه شان ظلمونو څخه د افغانانو ساتنې دنده لری. خو د افغانانو دښمنان تل د افغانانو د
ځورولو ژمن کړي ده.
د هلمند ولایت مقام د وروستیو پیښو له ټولو دردیدولو کورنیو سره خپله خواخوږي څ
ګندوي.او د قربانیانو کورنیو ته د لوی خدای (ج) له دربار څخه د جمیل صبر او عظیم اجر غوښتنه کوی.
د هلمند
د والی د یاند دفتر
تلیفون شمیری: 0799534053 - 0700302009