مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2008-11-10   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

موبایل د تیلفون نه زیاته کار اخیستنه د سرطان سبب گرځي

عا د ل{ افغا ن}

 

د سرطاني مرضؤنو سره د مبارزې امریکایی موسسې یو ځل بیا خپل هغه خبرداری تکرار کړ چې وایی د موبایل د تیلفون نه زیاته کار اخیستنه د سرطان سبب گرځي
د سرطاني مرضؤنو او موبایل تر منځ د اړیکو پوښتنی مخکی تر دی هم را ولاړې شوی وی. خو دا لومړی ځل دی چی د څیړونکو یوه مخکښه ډله داسی یو جدي خبرداری خپور کړی دی
داکتر ارنولد هیبرمن، د پتسبرگ د پوهنتون د سرطاني مرضؤنو سره د مبارزی د مرکز رئیس خپلو همکارانو ته د یوه نوت په ترڅ کی دا خبر داری واضحه کړ او وایی چی ماشومان باید یوازی او یوازی په عاجلو شرایطو کی د موبایل نه کار واخلي، ځکه دوی تر نور زیات د گواښ سره مخ دي
د سرطان سره د مبارزې امریکایی موسسې غړې داکتره مایکل تن دغه څیړنې له نږدې نه څاري
تراوسه ټول شواهد د موبایل د تیلوفن زیان په زغرده نشي په ډاگه کولای. زه وایم دا ناممکنه ده چی د ساینس سره دا په اثبات ورسوو چې موبایل سل په سلو کې مصوؤنه دی."

د سرطان سره دمبارزې امریکایی اداره وایی موبایل تی فونونه د انرژۍ رادیویی څپې د وړانگو په توگه مغزو ته استوي. دغه انستیتوت دا په ډاگه کوي چی د گڼ شمیر څیړنی د نوی تکنالوژی په اړه همدې ټکي ته اشاره کوي او زیاتوي چی د موبایل د تیلفون کار اخیستونکی چی شمیر یی ورځ په روځ زیاتیږي باید دیته ژوره پاملرنه وکړي
یو سلو اتیا ملیون کسان په امرکیا او د دوه بلیونو نه زیات کسان په نړی کی د مبایل تیلفون کاروي د هییبرمن خبرداری د اوسنی او پخوانیو چیړنو په اساس اعلان شوی. اوس نو دموبایل کار اخیستونکو ته اندیښنه پیدا شوی
په وروستیو نهایی نتیجو کې اوس هم د مبایل د زیان بشپړ ثبوت ندی لاس ته اغلی نو داکتران هم د وایرلس غوږی د استعمال مشوره ورکويغ او وایی ماغزو ته د وړانگو مخنیوی وکړئ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery