مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-02-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د بري راز ( ټولنيزه ارواپوهنه )

٦ کب ١٣٨٣ لمريز

د بري راز

( ټولنيزه اروا پوهنه )

 

د بري راز  ( ټولنيزه اروا پوهنه ) د پروفيسر جان مورګان  ليکنه ده ، ښاغلي ميرزا علم حميدي په پښتو ژباړلی او د پښتو ژبي نوميالي کره کتونکي  ښاغلي زرين انځور  سريزه پرې ليکلې ده .

نوموړی کتاب د ٢٦ سرليکونو په لرلو سره په ١٨١ مخونو کښي په روانه پښتو ژبه خپور شوی دی .

په ياد شوي کتاب کي ښاغلي زرين انځور د کتاب په سريزه کښي  د ليکوال په اړه داسي ليکلي دي :

 

د خوښۍ ځای دی چې د نوميالي افغان ليکوال او ژباړونکي ښاغلي ميرزا علم حميدي په قلم يو بل اثر هم په پښتو وژباړل شو ……

 

دغه اثر په ټوله نړۍ کښې دومره مشهوره دی چې ښايي ډېره لږه داسي بله ژبه به وي چې د ويونکو شمېر يې له څو مليونو څخه واوړي او دغه اثر دې ونه لري ، يوازي زموږ خوارو ، اټکل پنځوس مليونو پښتنو ، لاتر اوسه پوري دغه اثر پر خپله ژبه نه شوای لوستلی .

 

له نېکه مرغه ښاغلي حميدي ، موږ په دې برخه کې هم د نړۍ د نورو ژونديو اولسونو او ژبو د سيالۍ جوګه کړو .

( د بري راز ) داسې يو اثر دی چې هر پښتون ته يې لوستل لازم دي ، دا نه يوازي چې په ځانګړي او شخصي ژوند او د ځانګړي  ژوند د برياوو لپاره ډېر ګټور دی .

ټولنه کي د يو غوره رول لوبولو لپاره ډېرې په زړه پورې لارښودنې لري  . . . . .    ( د کتاب د سريزې څخه )

 

 

د کتاب نوم              :  د بري راز

ليکوال                  :  پروفيسر جان مورګان

غورچاڼ او ژباړن       :  مېرزا علم حميدي

کمپيوټر چارې          :  مېرزا علم حميدي

دخپرېدو ځای           :  پېښور – پښتونخوا

دخپرېدو کال            :  ١٣٨٣ ل  - ٢٠٠٥  زېږديز

دچاپ شمېر             :  ١٠٠٠  ټوکه

 

د ښاغلي مېرزا علم حميدي پرله پسې څوارلسم پښتو دغه کتاب په پېښور کې له دانش کتاب پلورنځی ، ننګرهار کي ګودر کتاب پلورنځی ، کابل کي ښاغلي کاتب پاڅون ، کندهار کي افغان کتاب پلورنځی او کوئټۀ کښي صحاف کتاب پلورنځی څخه تر لاسه کېدای شي .

 

 

د بري راز - ټولنيزه اروا پوهنه ( ژباړه : ميرزا علم حميدي )

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery