په اوربل ویب پاڼه کي د پښتو
ویبلاګونو مسول چلوونکو!
لکه څرنګه چي خبریاست وربل پاڼه د تیر یونیم کال راهسي د یو لړ تخنیکي
ستونزو سره سره د مالي ستونزو سره هم مخ وه . خو دپښتو ژبي د وتلي خدمتګار ښاغلي خالدهادي په مالي مرسته موږ
په دې تواندلي و چي یونیم کال د وربل سرور یوازي ستاسي د ویبلاګونو لپاره فعال وساتو چي دا لړۍ به دروان کال د
دسمبر تر اخیره دوام لري .
وربل پاڼه چي په امریکا کي د افغاني ښځو یوې ټولني ته به د راتلونکي کال په
سره کي و سپارل شي نوموړې ټولنه ددې پاڼي په څنګ کي د ویبلاګونو دشتون مسؤلیت نشي اخستلای .
نو په
یره خواشنۍ سره باید ووایو چي د پښتو ویبلاګونو تر ټولو مخکښه او په پښتو کي په لومړي ځل د ویبلاګونو د پدیدې
درامنځته کوونکې پښتو ویبپاڼي (وربل ) نور پتیلې ده چي خپل کار ددې کال تر پایه پوري د غځولو سره خپل دغه
وان چوپړ ته دپای ټکی کښېږدي او له تاسو ښاغلو څخه احترامانه هیله لرو چي ددې کال تر پایه پوري د خپلو ویب
اګونو ټول مواد له ځان سره خوندي کاپي کړی او یا ئې نورو ویبلاګونو ته ولیږدوئ .
باید
یادونه وکړو چي د وربل د سرور دمودې (چي د همدې کال تر پایه پوري رسیږي )تر ختمیدو وروسته د وربل راتلونکې
ویب پاڼه ، افغان ولسپال ځوانان ، او د همدې پاڼي مخکني چلوونکي ستاسي د ویبلاګونو د موادو د خوندیتوب تضمین
نشي کولای .
همدا راز د هغو درنو لیکوالو څخه هیله او غوښتنه لرو چي د وربل پښتو ویب پاڼي سره ئې
روانه هکاري درلودل او وربل ویب پاڼه ئې د افغاني انلان ژورنالیزم په کتار کي د خپل وخت يوه نوم وتې پاڼه ګرځولې
وه . چي په راتلونکي کي دوربل پاڼي سره چي په امریکا کښي به ئې پر وطن او پښتو مئېني مېرمني چلوي خپله همکاري
د تل پشان روانه او جاري وساتي . وربل پاڼه چي یوازي دپښتنو مېرمنو ږغ و همداسي به د پښتونو مېرمنو ږغ پاته شي .
امید دئ چي زموږ ستونزي ستاسي د خوابدی سبب ونه ګرځي
په پښتنه مینه
د وربل پاڼي مخکنۍ چلوونکې ، ستاسي خور غزل