مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-02-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خبرتيا : د شهيد داؤد خان د نړيوال سيمينار په اړه


د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې خبرتيا ( جرمني)

په نظر کې ده چې په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه د شهيد محمد داؤد خان د سلمې ک يزې په وياړ يو نړيوال سيمينار جوړ کړي . دغه سيمينار به په جرمني او افغانستان کې د درنو غونډو په جوړېدو تر س ه کېږي .
په دغو غونډو کې به د افغانستان د معاصر نامتو شخصيت محمد داؤد خان پر ژوند او دهغه د صدارت او جمهوريت  د دورو په اړه علمي او اکاډميکې ليکنې او ويناوې واورولې شي .
له درنو پوهانو ، د نظر له خاوندانو او د دې موضوع له مينه والو په درناوي هيله کوو چې :
1.  هغه کسان چې د شهيد داؤدخان او دصدارت او جمهوريت  د  دورو په هکله  يې ويډيويي يا اوډيويي اسناد ولري ، د مهربانۍ له مخې دې يې يوه کاپي موږ ته  د روان کال د اپريل تر پای راواستوي  .
2.  موږ په نظر کې لرو چې د دغه سيمينار د مقالو او ويناوو ټولګه مخکې له مخکې چاپ او خپره کړو . له همدې امله له هغو دپوهانو څخه چې د مقالو سپارښتنه ورته کېږي  ،هيله من يو چې د روان کال د می تر مياشتې موږ ته خپلې مقالې راوستوي .
3.  هغه دوستان او مينه وال چې په دې اړه ځانګړي وړانديزونه لري ، هيله ترې کېږي چې موږ ته يې مخکې له مخکې اواستوي .
موږ په نظر کې لرو چې  په دغه مناسبت يو شمېر مهم کتابونه او اثار چاپ او خپاره کړو . هغه ليکوال چې په دې اړه وړانديزونه لري ، هيله ترې کېږي چې له موږ سره يې شريک کړي .

د ټولنې د ايمېل پته دا ده :
info@afghan-culture.org

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery