مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-04   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

د مولانا محمد خان شېراني سره مرکه

پاچا

نوټ:دا مرکه مې د بېنوا پاڼې د بي بي سي د پښتو څانگې د ماښامنۍ برخې څخه خپلو گرانو هېوادوالو او درنو لوستونکيو ته د خبرتيا لپاره راايستلې چې ويې لو ي او د مولانا صاحب له نظر څخه خپل ځانونه خبر کړي

پرون په بلوچستان کې د جماعت علمای اسلام ايالتي مشر او د فدرالي محکمې غړی مولانا محمد خان شيراني باندې ځانمرگی بريد وشو. دا بريد د پشين د کربلا په کلي کې شوی چې پينځه تنه پکې وژل شوي ول، خو د جماعت علمای اسلام مشر ترې نه خوندي وتلی. زموږ همکار ايوب ترين له نوموړي س ه مرکه کړې او په پيل کې يې ترې پوښتلي چې:
پخپله ځانمرگي په دې پوهېږي چې دوی څوک دغو بريدونو ته يې هڅوي؟

ځواب: نه اوس هغه يو ژڼی هلک دی. مثلاً د څوارلسو کلو دی. هغه بلکل معصومه يوه جذبه لري. د حالاتو بيخې ناوا فه دی. په سياست نه، د کور په حال هم نابلده دی. دا کوم څوک چې و ده ته ذهن ورجوړ کړي هغه به په ځان خو به خبر وي، نو والله اعلم چې د هغه خدای هېر دی او که يې آخرت هېر دی؟ او دا خو ډېره معصومه جذبه لري، نو هغه غريب خو ژڼی سړی دی، جذبه يې شته، پوهه نه لري. چې دا د بل پوهه شته جذبه نه لري، د خپل کار لپاره، نو جذبه يې د ده په کار ده او پوهه يې خپله ورسره مل کړې ده.

پوښتنه: نو مولوي صاحب مذهب زموږ څه وايی؟ اسلام څه وايی؟ چې واقعي هم په اسلام کې دا شته چې يو څوک ستا خوښ نه وي، نو ته ځان ووژنه او هغه هم مړ کړه؟

ځواب: (يعنې) يوه مرحله هغه ده چې له امتې مسلمه سره حکومت نشته. چې هغه د قرآن او د سنتو د تعليماتو پر بنياد ولاړ وي. نو په دغه وخت کې د امت مس مه ميدان د دعوت دی او د دعوت په ميدان کې قوت د دوو شيانو ضرورت دی: يو د دليل چې خبره دې پخه وي. بل د کردار چې کردار دې صفا وي. چې څه وخت بيا د خلکو اعتماد حاصل شي او د هغوی رضامندي راشي او اقتدار و تا ته حواله کړي، بيا له هغه بعد د بدو سزا ورکوله کېږي، لکه چې څنگه د عامو قوانينو طريقه وي. د ښو جزا ورکوله کېږي. لېکن دا ترتيب چې داسې بدل شي چې د دعوت په مقام کې د حکومت واعمالو ته لاس ورواچوي او د حکومت په مقام کې د دعوت واعمالو ته لاس ورواچوي، دا ترتيب بدل شي، نو دغه ځای بيا دا مشکل پيدا شي.

پوښتنه: نو اوس چې څه روان دي په پاکستان کې، ستاسو په نظر يا په قبايلي سيمو کې، يا په صوبه سرحد کې. او دا واقعي هم د مذهب په نوم دي او که د دې ترشا نور داسې قوتونه دې چې هغوی غواړي چې دغه قطعه (سيمه) دې هم داسې بې امنه وي؟

ځواب: د مذهب دوې شعبې دي: يوه انفرادي ده او بله يې اجتماعي ده. چې انفرادي شعبې ته يې عبادت ويل کېږي او اجتماعي شعبې ته يې سياست ويل کېږي. نو که چېرې د سياسي جماعتو له ليارې يو مجلس وي، نو هغه له سياسي حالاتو واقف هم وي او له بين الاقوامي نشيبو  سره خو بيا بلد هم وي، نو د هغوی مجلس په دغه اجتماعي عمل کې زيات مناسب دی په ځای د هغو خلکو چې هغه انفراد وي.

پوښتنه: اوس تاسو څه فکر کوئ چې دغه ډول [بريد] مطلب چې پر تا باندې هم وشو او پر نورو انسانانو باندې هم کېږي، د دې مسالې حل څه دی؟

ځواب: په دغه کې خو په کار دا دي چې کوم مثلاً د پاکستان که سياسي قوتونه شي، که  بيا د علماوو قوتونه شي، ليا بيا پوځ شي چې کوم مقتدر قوتونه دي. که هغه په دغه کې اراده د دغې خبرې لري چې په دغه قطعه (سيمه) کې امن راشي، نو دا بيا په مفاهمي مشاورت باندې، د يو د بل د خبرې په اورولو او يو د بل په خبره په ځان پوهولو، په دغه صورت کې.

که چېرې زموږ حالات بين الاقوامي داسې وي چې د ملکونو ماتول زموږ مجبوري وي او موږ د هغه لپاره يوه معقوله ليار د دفاع نه شو پيدا کولای، بيا د انسانانو د وينو د بهولو خو هم بيا حاجت نشته. بيا خو نو تر دوو گناهونو چې پر يوه سړی اکتفاء وکړي.

پښتانه متل کوي چې خدايه ناوسي دووسي نه ده. يعنې که موږ محسوسوو چې په بين الاقوامي حالاتو کې زموږ ناوسي ده، نو بيا پښتانه ښايې د وېرې يې بيا په ننگ ترهوي. بيا خو چې په ننګ يې سړې ترک کړي. لېکن دا خبره چې ناوسي هم ده او په ځای د دې خبرې چې زه دښمن وزيانمنوم، زه پرخپل مخ راوگ ځوم، نو د دغو زما په خيال به چې حاجت نه وي.

په بلوچستان کې د جماعت علمای اسلام ايالتي مشر او د فدرالي م حکمې غړی مولانا محمد خان شيراني وو چې زموږ د همکار ايوب ترين پوښتنې يې ځوابولې. پر نوموړي پرون د پشين په سيمه کې ځانمرگې بريد شوی وو.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery