مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-07   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

د بلخ فرهنګيانو د رحمن بابا پر مزار شوى بريد وغنده

احساس

 

د بلخ  فرهنګيانو د تېرې جمعې په ورځ د پښتو ادب ستر صوفي شاعر عبدالرحمن بابا پر مزار شوى بريد وغنده.

 د بابا په اړه جوړه شوې غونډه كې چې د دغه ولايت په مركز (مزارشريف) كې ترسره شوه، د مومند بابا او ام البلاد ادبي  بهيرونو غړو، يوشمېر فرهنګيانو او مخورو مشرانو برخه اخيستې وه.
غونډه د  قرانكريم د څو مباركو ايتونو، د مجيب الرحمن حاظ او بريالي جلالزي په ويندويي پيل شوه.
د غونډې مشر مېلمه اينجينر هدايت الله عمر او كوربه بشير احمد فياض وو.
د غونډې په پيل كې  د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي مشر حاجي عبدالستار اسجق زي د بابا پر مزار شوى ب يد وغنده، نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې ورانكاري د ټولنيزو ارزښتونو درناوي ته وبلل.
د غونډې په اوږدو كې د بلخ ولايت بېلا بېلو شاعرانو د بابا په اړه ليكل شوي شعرونه او ادبي ټوټې ولوستې.
د غونډې په پاى كې د دواړو بهيرونو غړو پر لرو پښتنو د بابا او د نورو ورته درنو افغانانو د مزارونو د ساتنې غږ وكړ او له افغان حكومت څخه يې د رحمن بابا د مزار د بيا رغولو غوښتنه وكړه.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery