مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-09   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

دعید میلاد النبی صلی الله علیه وسلم له آمله مبارکی

کیفایت الله نبي خیل

اتصالات د افغانستان او نړی م سلمانانو ته د عید میلاد النبی صلی الله علیه وسلم له آمله مبارکی وایی

په ریښتیا چی د پیغمبرانو د لړی وروستنی پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ټولی نړی ته د یوه نوی زیری سره په فانی دنیا کی څه د پاسه څوار س سوه کاله دمخه سترګی پرانیستی .
هغه نه یواځی دا چی د انسانانو لپاره لارښود او د هغوی د ژوند هر اړخیز هنما وو بلکه داسی یو قانون او کتاب یی هم له ځانه سره راوړ چی د مخلوقاتو د بهترې او هوسا ژوند لپاره تل پاتی حکومونه او قوانین پکی درج او ثبت شوی وو . هغه د لمړی ځل لپاره پداسی یوه ټولنه کی ښځی ته یو ځانګړی مقام او م تبه ورکړه چی قومی مشرانو به له شرمه خپلی لورګانی ژوندی خښولی .
حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ټولنی ته  ښځه او سړی د مور او پلار د مقدسی او پاکی رشتی په نامه وروپیژندل تر څو کورنی او ټولنیز نظام تر ابده پوری د الهی کتاب د احکامو سره سم پاتی شی .
نوموړی له ځانه سره د سولی هغه پیغام هم راوړی وو چی له امله یی د یوه ځانګری قانون لاندی مسلمانانو او یهودو په ګډه سره په مدینه منوره کی ژوند تیرولو .
هغه د انسان د ورځنی ژوند د هری برخی د تیرولو په هکله د انسانی نړی د هوسا ژوند د تیرولو لپاره ځانګړی قوانین ایښی او پلی کړی وو .
د اتصالاتو مخابراتی شرکت د نړی ټولو مسلمانانو او په ځانګړی توګه د افغانستان مسلمان ولس ته د نړی د تر ټولو غوره شخصیت د زوکړی له امله مبارکی وایی او له لوی خدای څخه غواړی تر څو د هغه د حکمونو سره سم د افغانستان مس مان ولس په سوله ایزه توګه ژوند تیر کړی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery