مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-03-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مبارکي پيغام

نوي کال مو مبارک سه د لم يز ۱۳۸۸ کال د رارسيدو په وياړ
 د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مبارکي پيغام

تر هر څه د مخه د ۳۸۸ لمريز کال د را رسيدو په مناسبت د خپل ځان، د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مشر تابه او ټول غړو لخوا م بارکي د افغانستان وياړلي او غمځپلي خلګو ته د هېواد دننه او د نړي په ګوټ ګوټ کې وړاندي کوم، د لوي خداي (ج) د د باره څخه نوي کال ټولو  هېواد والو ته سوکاله، سمسمور او خوشحاله کال غواړم.
ګرانو هېوادوالو!  
د لوي خداي (ج) به فضل يو ځل بيا سوړ ژمي تير او خپل ځاي ېي پسرلي ته پريښود. پسرلي چي د طبيعت او ژوندانه د ښکلا م وسم دي چي ټول نباتات خپل د ښايست رازونه په خورا اخلاص سره د نندارچيانو پر مخ پرانيزي او بلبلان لکه پتنګان پري رقصيږي او د پسرلي د راتګ تراني واي چي د انسانانو په زړنو کي د ميني او ژوند احساس ژوندي کوي، بيده انسانانو ته نوي پيغام د ويښتيا او حرکت ورکوي.
پسرلي پر غرونو او دښتونو زرغون بخملي فرشونه غوړوي، د ځمکو کايناتو او ژوندون مالک پر دغه زرغون فرشونو  باندي د خپل رحمت څاڅکي اوره وي او خپلو بندګانو ته لا د ژوند کولو زيري ورکوي.
هو!
انسانان د خداي (ج) د دغه نعمتونو د شکرانه ادا کولو ته مکلف او د چاپيريال د شينتيا پاره دنده لري.
زموږ د ګران هېواد په تاريخ کې د نيالګي کښيښودل، د بزګرانو جشن او نوي کال لمانځنه پيړي پيړي دود دي چي په  پرتمينو غونډو او ناستو کي لمانځل کيږي او  لړي ېي د لرغوني اريانا مشر يما پاچا ته غزيږي، پخوا افغانانو په ډير مينه او وروري فضا کي د پسرلي هر کلي کاوه او خپل منځي اختلافات او تربګني يي په ج ګو او مشورو ختمول او د سپيڅلي هيلي سره ېي د خپل هېواد په سمسورتيا او رغونه کې ګډون کاوه.
خو د دري لسيزو جګړو د غميزو او ناخوالو وروسته، د نوي اساسي قانون د تصويب سره د ولسواکي د ټينګښت او د خلګو د منتخب دولت په پايښت او په هېواد کې د لس هاو زرو بهرني پوځونه په ميشت سره سره جنګ جګړي د امن ځاي نيولي او د تاوتريخوالي لم نه ېي ورځ په ورځ پراخيږي چي جنګ جګړه د افغانستان د ستونځو د حل لاره نه ده .

ګرانو هېوادوالو!
 راځي چي نوي کال د نوي هيلو او نوي نوښتونو سره پيل کړو جنګ بس کړو او د يو سوکاله خپلواک او متحد افغانستان لپاره خب و او اترو ته تيار سو تر څو چي هيڅ افغان د افغانستان د سياسي او ټولنيز بهير څخه بي برخي پاتي نه سي .

هوســـا او سمســــــــور دي وي افغـــــانـستــــــــان
ټينګ دي وي په افغانستان کې ملي پيوستون

په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د خواخواږی ادبي او کلتوري ټولني مشر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery