د ميرمن ستاره اڅکزي د شهادت په
وير د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام
نيټه: ٢٣-١-١٣٨٨ / ١٢-٤-٢٠٠٨
کابل - افغانستان
په ډېري
خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د هېواد د پوهني او د ښځو د چارو يو سابقه لرونکي رښتني خدمتګاره، د کندهار د
ولايتي شورا غړي ميرمن ستاره اڅکزي د هېواد د دښمنانو لخوا د کندهار په ښار کې شهادت ته ورسيده.
انا لله
و انا اليه راجعون
ارواښاده ميرمن اڅکزي چي د کندهار ولايت په يوي منوري، سياسي او فرهنګپالي کورني پو
ي منسوب، د لوړو زده کړو خاونده هېوادپاله ښوونکي وه.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه په داسي حال کې چي د
هېواد د دښمنانو دغه ناوړه عمل په کله غندي، د ارواښادي درنۍ کورني او د هېواد فرهنګپالو ته د خواخوږي مراتب
وړاندي کوي او د لوي څښتن تعالي د دربار څخه شهيدي ميرمن اڅکزي ته جنت الفردوس غوښتونکي دي.
روح
دي ښاد وي
په درنښت
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
الحاج غرزي خواخوږی