مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-04-12   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نوې څيړنه!په دو ژبو غږيدل د انسان له مغزونو څخه ساتنه کوي

شرف الدين عظيمی

د پوهانو د څيړنو پ بنسټ پر دو ژبو غږيدل  تسلط پرې درلودل د لوړ عمر او زړبوډۍ پر محال له مغزونوڅخه ساتنه کوي .

کانا ايي پوهانو په يوه نوې څيړنه کې موندلي هغه کسان چې له وړکتوبه په دوو ژبو خبرې کوي نظر هغو کسانو ته چې يوازې په يوه ژبه پوهيږي ډيرلږ له مغزي کم ځواکۍ سره مخ کيږي .

پر ماشومانو پخواينو څيړنو دا څرګندوله چې دماشوم دوه ژبيتوب دهغوي خلاقيت اود نوښت مهارتونه زياتوي خو تر اوسه پر دوژبو د خبرو کولو د وړتيا اغيزه نه وه څ ګنده شوې .

دا وروستۍ څيړنه چې پر ۱۵۰ لوړ عمر کسانو چې نيم يې په دوژبو پوهيدل او نيم يې نه پوهيده تر سره وه  او ويې ښوده چې د دوو ژبو د کسانو غبرګون چې تر ۶۰ کلونو هم لوړ وه نظر هغو ځوانانو ته چې په  يوه ژبه پوهيدل لږ نه وه او دا چې په دوو ژبو غږېدل ولې د مغزونو کړوړه ښه کوي،لامل يې  لا ښه نه ده څرګند او بې له شکه چې په دوو ژبو غږېدل د مغزوپه فعاليت اغيزه لری.

پردې دليل نو ويلی شو چې ګټه يې يوازې هغه وخت موږ ته رسيږي چې په يو وخت پر دواړو ژبو خبرې وکړي .

دغې څيړنې پايلې دروان پوهنې او زړبودۍ په يوه  بهرني خپرونه کې خپ ې شوې چې ددغه کار يوه ښه بېلګه زموږ ټولنه افغانستان ده چې ډير کله داسې پښيږي چې په يوه وخت سړی پښتو او دري دواړه وکاروي . دبېلګې په توګه کابل او ..

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery