دپروفيسر پريشان خټک د مړيني
په وير د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشينۍ پيغام
نيټه: ٢٨-١-١٣٨٨ / 17-٤-٢٠٠9
کابل - افغانستان
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتو ژبي شاعر، ليکوال او پوهنيز شخصيت پروفيسر پريشان خټک د زړه د
ناروغي له کبله د فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاده پروفيسر پريشان
خټک د پښتونخواه د سيمي په بيلو بيلو پوهنتونونو او پښتو اکاډيمي کې د مشر، استاد او لارښود په توګه چاري تر
سره کړي، د پښتو د ژبي ادبياتو د لا غوړيدلو لپاره ېي نه ستړي کيدونکي هلي ځلي کړي وي.
د خواخوږی ادبي او ک
توري ټولني مشرتابه هئيت او ټول غړي د ارواښاد پروفيسر پريشان خټک مړينه يوه لويه فرهنګي ضايعه ګڼي، د دوي د
نۍ کورني، مينه والو او فرهنګي کړيو ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي او ارواښاد ته جنت الفردوس غوښتونکي
دي.
په درنښت
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
الحاج غرزي خواخوږی
========================================