مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-04-30   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

د سرکوزي زکام Swin Influnza

نجیب زاخېلوال ــ سویډن

دا مهال په ټوله نړۍ یو شور او ځوږ دی چې د خنزير یا سرکوزي زکام پسې نړۍ را اخیستي ده
د سرکوزي د زکام پیښې سږ کال د اپریل په میاشت له مکسیکو څخه راپور ورکړل شو او د همدې میاشتې په ۲۹ نیټه د روغتیا نړیوال سازمان نوموړي ناروغۍ یو پاندیمي (یا نړیواله خپریدونکي) ناروغي وبل ه ،
دا چې دا څه ډول ناروغي ده ؟ څنګه خپریږي ؟ او څنګه ترینه څان ساتلی شو ؟ په لنډ ډول دغو پوښتنو ته ځوابونه وایو.
د سرکوزي زکام یو عام زکام ته ورته ناروغی ده چې دغه ناروغي د هغه وایروس څخه چې د« سرکوزي زکام » به نوم یادیږي به لمړي ځل په کال ۲۰۰۱ کې په انسانانو کې را منځ ته شو د ناروغۍ ته څکه د سرکوزي زکام واي چې د سزکوزي د زکام وایروس د پوښ پورتین او د هغه وایروس پورتین چې انسان په زکام اخته کوي سره یو شان دي یانې نوم وړی وایروس کله چې د خنځیر څخه انسان ته انتقال شي نو نوموړی وایروس خپل شکل ته بدلون ورکوي چې په طب کې د ته تناسخ وايی چې د دغه تناسخ له امله نړۍ زیاته په ویره کې ده څکه چې نوموړی وایروس له بدلون وروسته په اسانی سره د یو انسان څخه بل انسان ته لیږدیږي چې دا یو ستر ګواښ دی
د سرکوزي په ځیر نور زکامونه هم په نړۍ کې لیدل شوي وه چې په خپل وخت سره ېې نړۍ د ګواښ سره مخ کړي وه چې په لاندې ډول سره ئې یادونه کوو
ـــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نوم ځای کال « ز» اخته کسان مړه د مړینو سلنه
ــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هسپانوي زکام ( نړیوال ) ۱۹ -۱۹۱۸ یو بیلیون ۳۰ میلیونه ۳٪
اسیايي زکام ( امریکا ) ۱۹۵۷ ۴۵ میلیونه ۷۰۰۰۰ ۰،۱۶٪
هانګ کانګ زکام ( امریکا ) ۶۹ - ۹۶۸ ۵۰ میلیونه ۳۳۰۰۰ ۰،۰۷٪
مرغانو زکام ( نړیوال) ۱۹۹۰ ترننه ۴۹۱ ۲۵۷ ۶۱٪
سارس زکام (نړیوال) ۰۳- ۲۰۰۲ ۸ ۹۶ ۷۷۴ ۹،۶٪
عام زکام (امریکا ) هرکال ۵۰ میلیونه ۳۶۰۰۰ ۰،۰۸٪
سرکوزي زکام (نړیوال) ۲۰۰۹ ۲۷۳ ۱۵۳ ۲،۶٪
د یادونې وړ ده چې د وروستي ډول زکام د اخته شویو کسانو شمیر د نن ورځې راپور له مخې لیکل شويده چې لا هم مخ په خپریدو ده
دا چې د زکام وایروس دری ډولونه ډیر عام دی چې په انسانانو کې د زکام لامل ګرځي په لاندې ډول دي

انفلونزا وایروس ـــ اې ــ لږ لیدل کیږي (IVA)
انفلونزا وایروس ــ بي ـــ عام لیدل کیږي ( IVB)
انفلونزا وایروس ــ سي ـــ راپور ندی ورکړ شوی ( IVC)

چې سب ټایپونه دا مهال د سرکوزي د زکام اصلي ریښه ده اوس راځو د ته چې د نوموړي زکام ګېلې څه دي ؟
د سرکوزي د زکام ګېلې د عام زکام ګيلو ته ورته دي یانې لړزه ، تبه ، د ستوني خارښت او درد ، د عضلاتو درد ، شدید سردرد ، ټوخی ، ضعیفي یا ناتواني او عمومي نا ارامي ده ، مګر د سرکوزي په زکام کې د زړه بدوالي ، کانګې او سارا ناسته هم لیدل کیږي د نوموړي وایروس څخه د ځان ژغورنې یوازینی لار د خپل ځان ساتنه ده په دې مانا چې د لاسونو پریمنځل ، پاکوالې ته پاملرنه ، او د ناروغ سره د نیغ په نیغه د لګیدو څخه ځان ساتل دي
دا زکام د یو انسان نه بل انسان ته د ټوخي، پرنجې ، د هغه د پوزې، سترګو او خولې د مایعاتو سره د ککړیدو دلارې لیږدل کیږي چې باید ځان ترینه وساتل شي .
که په چا کې پورته نښې نښانې ولیدل شوې نو باید تر ټولو د مخه ځان له کورنۍ له غړو څخه ګوښه کړي او همداراز خپل کار او هغه ځایونو ته له تګه ډډه وکړي چې هلته د وګړو ګڼه ګوڼه وي تر څو د ناروغۍ د خپریدو مخنیوی وشي
او له دې سربیره دې زرتر زره د طبي کتنو لپاره ډاکټر ته مراجعه وکړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery