د
پښتو نړيوال کنفرانس لپاره په جرمني کې د تياري مقدماتي ورکشاپ
قدرمنو هېوادوالو،
سږ کال د جون په
وروستيو کې پښتو نړيوال کنفرانس د « د پښتنو کلتوري لومړیتوبونه، ستونزې او حل لارې یې» تر سرليک لاندې په
کابل ښار کې جوړيږي.
په نوموړي کنفرانس کې د اروپا ميشتو پښتنو د نظرونو او وړانديزونو د بيانولو
په موخه، د افغانستان معلوماتي مرکز راتلونکې يکشنبه يوه مقدماتي غونډه نيولې، چې تاسو ته پکښې د ګډون
بلنه درکوو.
موږ په لاندې څلورو برخو کې د ستونزو او حل لارو په اړه ستاسو د نظرونو او وړانډيزونو په
تمه يوو:
پروګرام:
۱. د پښتو ژبې تعمیم او وده
۲. په پښتنو کې په عام ډول اوپه ځانګړې توګه په
نجونوکې د زده کړې او تعلیم عامول
۳. په پښتنو کې د منفي رواجونو سمون
۴. د پښتنو د کلتوري پرمختګ لپاره د
اړیکو د شبکې جوړو
که په دغه ورکشاپ کې ګډون نه شیء کولای، نو هيله مند يو چې خپل وړانډيزونه موږ ته په
ايميل کې راولېږﺉ. د دې لپاره تاسو له مل شوې فورمې څخه هم ګټه اخيستلی شیء.
وخت: يکشنبه، د ۲۰۰۹ کال
د می ۱۰د مازدیگر پنځه بجې
ځای: د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانیک)، د بن ښار، جرمنی