تیره ورځ خپلسرو او زور واکو امریکایي ځواکونو د هیواد په سهیل ختیځ خوست ولایت کي د کلید
ګروپ خبریال او تکړه فرهنګپال نوراجان بهیر له دوو وروڼو سره له کوره وایست او بندي یي کړ، د نوراجان بهیر
نیول کیدل پداسي حال کي تر سره کیږي چي راتلونکي اونۍ د ځوانۍ مرګ شهید روحاني تلین پوره کیږی او دا یوځل بیا خ
کو ته ورپه یاد کوي چي په افغانستان کي یواځي زورواکي چليږي او دلته د بیان ازادي او نوري خبري هسي افوهات او
تبلیغات دي
پداسی حال کی چی تر اوسه د شهید روحاني د شهادت موضوع لانده سپينه سوې او تر اوسه
يي قاتل ندی موندل سوي نو ایا بیا هم وایو چي د بیان ازادي سته ؟ ایا رښتیا هم موږ خپلواک یو او ایا رښتیا هم
زموږ پرخوله مهر ندی لګول سوی
اصلي خبره داده چي د بیان ازادي ، دیموکراسي او نوري خبري هسي
د خپل مقصد د په لاس راوړلو لپاره کیږي او نور هیڅ مفهوم او مانا نلري او نه هم کوم ځای نیسي.
خپلي خبري نه اوږدو ځکه هسي نه بیا اشغالګر یا د افغان زورواکي په قهر سي او خداي مکړه زموږ هم د شهید روح
انی یا هم بهیر په برخلیک اخته سو، یواځي دا وایو چي الله دي د روحاني قاتلینو ته پخپله سزا ورکړي او د ګران
بهیر لپاره هم د اوږده او سوکاله ژوند هیله کوو او په غم يي ځان غمجن ګڼو.د بهیر، محمدیار، جواد یازمی او ...
سره ترسره سوي اعمال په کلکه غندو.
&n
bsp;  
; په مینه
&n
bsp; د زابل د ځوانانو او ژو
نالستانو د اتحاديي مشر
&n
bsp;  
; بشیر احمد فیضان