مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-06-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دزړه دپردو او رګو سیستم

ژباړونکی محمدسرور وکیلي


په زړه کښې د وینو بهیر په دوه ډوله دی :
یوه دوره ئي د زړه د ډکولودوره یا مرحله چې (Diastole) ورته واي، ده .  بله مرحله یا دوره چې دزړه د تشېدو دو ره یا (Systole) ورته واي، ده .
 د وینو دبهېدو لپاره په زړه کي څلور پردې فعاله دي٬ چې په انځور کي سپین کرښي ښکاري پردې ښیي . چې د بدن ویني په زړه کښې ښه بهیر یاني جریان ولري .  د دغه کار لپاره دغه پردې ځانونه تړي او خلاسوي  .دغه پ دې  د والونو دنده لری .   ترمخ تردې چې د زړه د ډکېدو او تشېدودوران ته راسو ، ګورو چې زړه پخپله څرنګه انځور لري : زړه څرنګه چې په  شکل کي ښکاري  یو بیضوي شکل لري٬ چې کښته خوا ئي د هګۍ دسر غوندي او پورته خوا ئي د هګۍ کونک غوندي ښکاري  . ټوله رګونه د زړه په پورته خوا کې په زړه پوري تړلي دي . زړه څرنګه چې په انځور کې ښکاري دوې حجرې لري .  یوه  ګيڼه حجره چې په انځور کي باریکه ښکاري، ده او بله شی حجره ده چې په انځور کي  څه غټه ښکاري  . دواړي حجرې  په یوه کلکه غوښه سره جلا کېږي٬ چې دغه ته د زړه بېلونکی دېوال واي .د زړه دواړو حجروته په عین وخت کې وینه راځې یاني د زړه حجرې ډکېږي او په عین وخت کي وینه ځني ځي یاني زړه تشېږي .

د زړه پردې څرنګه چې پورته و ویل سوه څلور دي . دوې پردې اره ئي پردې دي٬ چې یوه ئي دزړه په کیڼه حجره کي ده  او بله ئي د زړه په شی حجره کي ده . دغه دوې دزړه حجرې ځانونه خلاسوي زړه د وینو ډکه  وي٬ چې دغه دوران ته (Diastole) واي  .  د کیڼي خواد اره ئي پردې له لیاري دسېږي څخه سرې ویني چې اکسجن لري زړه ته راځي او دشی خوا حجرې ته له بدنه څ خه شنې ډوله ویني چې اکسجن نه لري دزړه حجرې ته راځي . په دغه مهال کي د زړ ه دواړې حجرې د ساپو او ناساپ وینو ډکي وي .          

دویم :-  دزړه د تشېدو دوره چې (Systole) ورته واي  . په دغه مهال کي د زړه  د  دواړو حجرو څخه  د جیبي پردو  له لياري چې یوه جیبي پرده په کیڼه حجره کي اوبله جیبي پ ده چې په شی جحره کي ده٬ زړه داسي تشه وي : په کیڼه حجره کي چې ساپه وینه ده دجیبي پردې له لیاري بدن ته ساپه وینه ورکوي او په شی حجره کي چې ناساپه وینه ده هغه د جیبي پردې له لیاري وسېږي ته د ساپېدو لپاره وینه استوي .  په دغه ډول زړه د وینو څخه تشېږي .

ه دوینو  د ډکېدو رګونه :

 وکيڼي حجرې ته له کیڼي خوا د سېږي څخه دوه سره رګونه راغلي دي او شی حجرې ته دبدنه څخه دلاندي خوا او پورته خوا نه دوه پنډ رګونه له بدن څخه راغلي دي ٬ چې زړه ته دبدن ناساپه وینه ورکوي  . پورته مو د دغو رګونو پردې په زړه کي وښودلې دغه رګونه پورته د زړه په انځور کي ښکاري .

 د زړه د تشېدو رګونه :
د کیڼې حجرې په پورته خوا کي یوغټ رګ دی چې درې نور ګونه ځني د پورته خواته جلا سوي دي څرنګه چې په انځور کي ښکاري . دغه رګ و بدن ته د زړه څخه پاکه سره وینه رسوي . او د شی حجرې کیڼې خواته یو شین رګ ښکاري چې سېږي ته د زړه څخه ناساپه شنه وینه د ساپېدو لپاره  ور استه وي٬ څ نګه چې دزړه په انځورکي ښکاري. دا وو دزړه دوینو دوران درګو او دهغه د پردو له لیاري .

 

ژباړه دیوې المانۍ روغتیا ئي  مجلې څخه .                       

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery