مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-07-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ویني د دوران اخلال ویوه انسان ته څومره خطر لري؟

ژباړنه : محمدسرور وکیلي

د ویني د دوران اخلا       
وروسته تر ۴۵ کلنۍ عمر هر درېم سړی د ویني د دوران اخلال لري .
لاملونه ئي :  فشار (کورنی٬ دکار، ولسي)٬ تمباکو څکول٬  د ویني جګ فشار چې لامل ئي نه وي څرګند٬ د شکرې ناروغي او په وینه کښې غوړ  لرل .

په څانګړې توګه ستونځمن اړخ ئي : په لومړي سر کي ډېری ناروغان  پخپلي دغي ناروغۍ  نه پوهيږي٬ خو مغزي سکته یا دزړه سکته ئي پاېله ده .

 په رګونو کي د ویني د دوران اخلال لومړنۍ نښي :  د يادښت خراب تیا٬ سرڅرخي٬  په غوږو کي بوږه هار او د وینو جګ فشار پیداکوي .  د درملني لپاره باید ناروغی ژرترژره یو طبیب ته ورسي .دغه ناروغي دیو ډول چوني څخه  د بدن د رګو په منځ کي پیدا کېږي او په رګو کي د ویني د دوران د خرابېدو لامل ګرځې، درملنه ئي  بایدوکړي . ناروغي هرڅومره چې ژر  وپېژندل سي او درملنه ئي وسي هغومره  ژر ناروغی له خطره خلاسون  پیدا کوي . هر څومره چې ناروغي په بدن کي ځنډيږي هغومره ئي خطر  ډې يږي . دا ولي داسي ده ؟ پورته و ویل سوه ٬ چې په رګو کي د ویني د دوران اخلال یادښت خرابه وي  سرڅرخي پیداکوي او په غوږو کي بوږهار پيداکوي اودغسي نور . د ساري په توګه ٬ و ناروغي ته  سرڅرخي پیدا ده٬ ډاکتر ته ورځي کایت د سرځرخۍ کوي . ډاکتر ناروغی ګوري او د ناروغۍ پوښتنه ځني کوي او فشار ئي د وینو ګور ي که په دغه مهال کي ئي فشار سم وو او ناروغي خپل د ناروغی لامل سم وه نه وایه  طبیب له خپلي ازموني څخه ناروغي ته د سر څرخی درم   ورکوي .   د ناروغي سرڅرخي جوړیږي ٬ خو د خطرناکې ناروغۍ درملنه ونسوه، اصله خطرناکه ناروغي پاته ده٬ چې دغه پاته  نارغي د سکتې لامل ګرځي .

د الماني ژبي روغتیائي مجلې څخه ژباړنه         

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery