د افغانستان د دوو نومياليو هنرمندانو
ف . فضلي او جان محمد پکتا ((پلار)) د مړينې اويادغونډې په مناسبت
٢٠٠٥ ، د می ١٤
هالنډ ، د اوتريخت ښار
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه، د افغانستان د دوو نومياليو هنرمندانو ارواښاد جان محمد پکتا (( پلار )) او ارواښاد فضل محمد فضلي د مړينو له امله خپله ژوره خواشيني څرګندوي او دغه دواړه غمجنې پېښې د افغانستان د کلتور او هنر لپاره له ويره ډکې ګڼي . دغو دواړو ارواښادو هنرمندانو د وطن د هنر د ودې او پرمختګ لپاره خپل ټول ژوند وقف کړی و او په تېره بيا د پښتو تياتر، نندارو، سينما ، راډيو او تلويزيون او په مجموع کې د تمثيل د هنر د ځلولو او پياوړتيا لپاره يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي .
موږ په داسې حال کې چې د دغو دواړو ارواښادو هنرمندانو د بېلتون په غم کې ځانونه شريک ګڼو ، هغوی ته د الله له درباره د فردوس جنت هيلې څرګندوواو له کورنيو او د افغان هنر او کلتور له سترې کورنۍ سره ځان د وير پر ټغر ناست بولو .
په هالنډ کې افغاني کلتوري ټولنې ته کوروادنی وايو چې نن يې د دغو تلليو درنو هنرمندانو ياد غونډه جوړه کړې ده .
يادونه دې يې تلپاتې او جنتونه دې يې په نصيب وي .
په درنښت
محمد زرين انځور
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې مشر
محمد عاشق غريب
په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنود ګډې جرګې منشي