مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-09-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

داسي وخت به راسي چي ټول خلک به روژه نيسي

د عبدالمالک همت ژباړه

د ډاکټر هلوک نور باقي ( ترکي) ليکنه

لوى څښتن فرمايي:
 {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (183) أَيَّامًا مَعْدُودَاتٍ فَمَنْ كَانَ مِنْكُمْ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ فَمَنْ تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَهُ وَأَنْ تَصُومُوا خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ (184) }سورة البقره.

      ژباړه: اى مومنانو پر تاسي باندي روژې داسي فرض سوي دي لكه چي ترتاسي د مخه پيغمبرانو پر پېروانو باندي فرض سوي وې. څو له هغه ځايه چي روژه د شهواني قوې ماتوونكې ده،  تاسي له ګناهونو څخه ځانونه وساتئ او پرهېزكوونكي سئ. البته دا د څو ټاكلو ورځو روژې دى. كه له تاسي څخه څوك ناروغ وي يا په سفر تللى وي او روژه ونه نيسي نو پر لازمه ده چي په نورو ورځو كي دغونه روژې چي خوړلي يې دي ونيسي. او كوم خلك چي د روژې د نيولو وس لري او ويې نه نيسي نو هغه دي فديه وركړي. د يوې روژې فديه يوه مسكين ته خواړه وركول دي. او څوك چي په خپله خوښه څه زياته نېكي وكړي نو دا د هغه لپاره ښه ده.  او د روژې د نه نيولو د اجازې سره سره ستاسي روژه نيول ډېر ښه كار دى كه تاسي د روژې په فضايلو، حكمت او ګټو  پوه سئ.

    لكه چي  پوهيږو په  پورته آيتونو كي زموږ د دين د يوه ارزښتناك ركن روژې احكام بيان سوي دي. په دې هكله موږ څرګندوني نه كوو بلكي ګرانو لوستونكو ته بلنه وركوو چي په دې هكله تفسيرونو او د فقهي كتابونو ته مراجعه وكړي يا له علماى کرامو څخه پوښتنه وکړي. موږ دلته د روژې هغه روغتيايي ګټي څېړو او بيانوو چي د ۱۸۴ آيت په وروستۍ برخه كي اشاره ور ته سوې ده اوڅرګنده سوې ده چي موږ د روژې په ګټو پوهېدلاى سو، خو په دې شرط چي موږ ” حقايق “ وپېژنو.
      رشتيا هم روژه يو داسي ډېر ښه عبادت دى چي ډېري ګټي ځني ترلاسه كيږي. تردې څه مخكي مهاله پوري ويل كېدل چي روژه يوازي دا ګټه لري چي له هغې څخه د هضم نظام ته آرام وربه برخه كيږي. خو څنګه چي روغتيا پوهنه پر مخ ولاړه نو دا حقيقت په ډاګه سو چي روژه يوه طبي معجزه ده. له دې امله دى چي د پورته آيت كريمه وروستۍ برخه وايي چي: « ان كنتم تعلمون »  ( كه تاسي پوه سئ ).
    راځئ اوس موږ د ساينس له مخي وڅېړو چي روژه په څه ډول زموږ د روغتيا سره مرسته كوي.

( الف ) د هضم پر نظام باندي د روژې اغېزه :
    د هضم نظام لكه چي موږ ټول پوهيږو له يوبل ته نژدې يوځاى سوو ډېروغړو څخه جوړ دى. كوم چي ډېر مهم يې دادي: خوله: په كرغښيو كي لعابي غدود، ژبه، ستونى، مقوي نالۍ (Alimentary Canal) يعني له ستوني څخه تر ګېډي پوري د خوړو اخيستلو نالۍ، ګېډه، اثنٰى عشري كولمې، اينه او د كولمو بېلي بېلي برخي او نور.

    د دې نظام ډېره مهمه برخه هغه ده چي دغه ټول پرله پېچلي غړي د يوډول خپل په خپله كمپيوټري نظام په واسطه پر كار راولي. لكه څنګه چي موږ په څه خوړلو پيل كوو، يا د خورك اراده كوو، نو دغه ټول نظام پر خوځښت او حركت راځي او هر غړى خپل ځانګړى كار پيلوي. البته دا جوته ده چي دغه بشپړ نظام د څليرويشت ساعته پرله پسې كار كولوڅخه،او پر دې سربېره د عصبي فشارونو او ناسم خورك له امله ستړى او فرسوده كيږي.

    روژه دغه ټول نظام ته يوه مياشت يو ډول آرام او هوسايي ورپه برخه كوي. او كه لږ څه ځير سو په حقيقت كي د هغې اريانوونكې اغېزه پر اينه لوېږي. ځكه اينه د خوړو پرهضمولو سربېره پنځلس نوري دندي هم لري. چي له دې امله دا د داسي ستړيا سره مخامخ كيږي لكه يو چوكيدار چي ټول عمر پر پيره ولاړ وي. له دې امله د صفرا(BILE) رطوبت چي اخراج يې د هاضمې لپاره دى، د ډول ډول ربړو سره مخامخ كيږي چي په دې توګه د وجود پر نورو اعمالو باندي هم اغېزه ښندي.

    له بله پلوه د روژې له امله اينې ته له څلورو څخه تر شپږو ساعتونو پوري آرام ورپه برخه كيږي. نو كه روژه ونه نيول سي طبيعي ده چي داچاره بېخي ناشونې ده. ځكه بېخي ډېر معمولي غوندي خورك ان كه د يوه ګرام د لسمي برخي سره برابر هم وي كه ګېډي ته ورسي نو د هضم د ټول نظام كمپيوټر خپل كار پيلوي او اينه سمدستي په كار لګياكيږي. نود ساينسي نقطۀ نظره دا ادعا كېداى سي چي د دغه آرام لپاره په يوه كال كي  يوه مياشت وقفه اړينه ده.

    لكه چي پوهيږو د نوي پېرانسان  خپل ژوند ته زښت زيات ارزښت وركوي او د ډول ډول طبي معاينو په واسطه يې ساتي. خو كه اينې خبري كولاى سواى نوبه يې دغه انسان ته هرومرو ويلي واى چي : ” ته پر ماباندي ډېر غټ احسان هله کوې چي روژه ونيسې “.

    پر اينه باندي د روژې له ښېګڼو څخه يوه  د ويني پر كيمياوي كړنه ( عمل ) باندي د هغې اغېزه ده. د اينې له ډېرو ستونزمنو كارونو څخه يو دا دى چي د نه هضم سوي خورك او هضم سوي خورك ترمنځ انډول وساتي. په دې ډول چي يا هره ګوله په ځانګړي زېرمتون كي ايږدي يا يې د وينو په ذريعه هضموي او د هغې د تحليل د چاري د څارني كار ترسره كوي. چي د روژې له امله اينه د قوي خوړو په ځانګړي زېرمتون كي د دغسي ساتلو له كاره ترډېره حده وزګاريږي. په دې ډول اينه خپل ځواك د وينو پر ګلوبلين (Globulin) زېږولو باندي لګوي، كوم چي جسم ساتونكي (Immune) نظام ته پياوړتيا وركوي. بل  د روژې له امله چي د ستوني اوخورك د نالۍ زښتو حساسو غړو ته  كوم آرام ورپه برخه كيږي، په بل هيڅ ډول نه ورپه برخه كيږي.

    د انسان معده چي د روژې له امله هم كومي اغېزي خپلوي ډېري ګټوري وي. له دې امله له معدې څخه راوتونكى لندبل ( رطوبت ) هم ښه متوازن وي. چي له امله يې د روژې پر مهال تېزاب (ACID) نه جمع كيږي. كه څه هم له عامي لوږي څخه تېزاب زياتيږي، خو لكه چي جوته سوې ده د روژې له نيولو څخه  تېزابيت له منځه ځي. له دغي طريقې ( روژې نيولو) څخه د ګېډي پټۍ او د ګېډي رطوبت پيداكوونكي حجرې د روژې په مياښت كي د آرام په حالت كي اوسي. د هغو كسانو چي په ژوند كي يې روژه نه ده نيولې د ادعاوو په خلاف دا ثابته سوې ده چي يوه روغه ګېډه ماښام تر روژه مات وروسته په ډېره ښه توګه د هضم كار تر سره كوي. 
    روژه كولمو ته هم آرام او ځواك ورپه برخه كوي. دغه آرامتيا  د روغتيايي رطوبت جوړولو اود ګېډي د پټيو له خوځښت څخه وي. د كولمو د شرائينو تر غلاف لاندي (Endothelium) ساتونكى د (Immune) درلودونكي نظام بنسټيز توكي د كولمو د جال غوندي موجود وي. د روژې پر مهال دغه جال ته نوى ځواک او تازه والى ورپه برخه کيږي. په دې توګه موږ د هغو ټولو ناروغيو له حملوڅخه خوندي کيږو چي پر هضموونکو ناليو باندي تر سره کېداى سي.

( ب ) د روژې پر مهال پر وينو باندي ګټوري اغېزي:
      د ورځي د روژې پر مهال د وينو په مقدار کي کمښت راځي. چي له دې څخه زړه ته ډېره ګټوره آرامتيا په برخه کيږي. دېره مهمه دا خبره ده چي د بدن د حجرو په منځ (INTERCELLULAR) کي د مايعاتو په مقدار کي د کمښت له امله پر هغو موادو چي له حجراتو څخه جوړ سوي دي ( انساجو يا Tissue يا پټيو ) باندي فشار کميږي. پر پټيو باندي فشار يا ډايسټاليک (DIASTOLIC) فشار د زړه په هکله ډېر مهم باله سي. د روژې پرمهال ډايسټاليک فشارتل په ټيته سطح کي وي، يعني دغه مهال زړه ته آرامتيا ورپه برخه سوې وي. پر دې سربېره اوسنى انسان د نوي ژوندانه د ځانګړو حالاتو له برکته په شديد فشار يا هايپر ټينشن (HYPERTENSION) اخته وي. د رمضان په يوه مياشت روژه کي په ځانګړې توګه د ډايسټاليک فشار په کمېدو سره انسان ته زښته زياته ګټه رسيږي. د روژې تر ټولو ډېر مهم اغېز د ويني پر دوران باندي له دې اړخه دى چي وليدل سي چي له دې څخه د ويني پر شريانونو باندي څه اغېز لويږي. اوس دا حقيقت ډېرو خلکو ته معلوم سوى دى چي د ويني د شريانونو د کمزورۍ له ډېرو مهمو لاملونو څخه يو دادى چي يه وينه کي پاته ماده (REMNANTS) په بشپړه توګه نه سي ويلي کېدلاى. خو په روژه کي په تېره روژه ماتي ته په نژدې وخت کي په وينه کي د موجود غذائيت ټولي ذرې ويلي کيږي او هيڅ نه پاته کيږي. په دې توګه د ويني د شريانونو پر دېوالونو باندي غوړزګي يا نور مواد نه نښلي چي له امله يې شريانونه له تنګېدو څخه خوندي کيږي. په دې توګه د شريانونو د دېوالونو له سختۍ (ARTERIOSCLEROSIS) څخه ، چي د اوسني دور له ډېرو خطرناکوناروغيو څخه ده، د ژغورني ډېره ښه چاره روژه نيول دي.
      څنګه چي د روژې په دوران کي پښتورګي، کوم چي د ويني د دوران يوه مهمه برخه بلل کيږي آرام وي، نو د بدن د دغو مهمو غړو قوت هم د روژې له پرکته اعاده کيږي او بشپړيږي.

( جـ) د بدن پر حجرو (CELL) باندي د روژې اغېز:              
      د روژې ډېر مهم اغېزدادى چي د هغو ويلو مادو تر منځ توازن رامنځ ته کوي چي د بدن د حجرو تر منځ واقع دي او هم د حجرو په دننه کي ځاى لري. څنګه چي د روژې په دوران کي په بېلو بېلو ويلو مادو کي کمښت راځي، ځکه نو د حجرو په کار کي تر ډېره حده سکون رامنځ ته کيږي. دغه راز په بدن کي يو ډول  حجرې دي چي د لعاب لرونکو پردو په لوړه سطح پوري اړه لري او ايپي تهيليل (EPITHELIAL) حجرې ورته وايي او د بدن د رطوبت د پرله پسې ايستلو دنده پر غاړه لري. دغو حجرو ته هم يوازي له روژې نيولو څخه آرام ورپه برخه کيږي. او چي آرام ورپه برخه سي په روغتيا کي يې زياتوب راځي.

      د حجرو د علم له مخي ويل کېداى سي چي لعاب جوړوونکي مرغړي (غدود) (PITUITARY (، د غاړي مرغړي، هغه مرغړي چي سرې غاړي ته نژدې وي(Thyroid) اود تريخى مرغړي له ډېري ستړيا څخه د روژې د مبارکي مياشتي په انتظار کي وي، څو د روژې له برکته لږ د آرام موقع ترلاسه کړاى سي او د زيات کارکولو لپاره خپل ځواکونه نوي کړي.

( د ) د اعصابو پر نظام (NERVOUS SYSTEM) باندي د روژې اغېز:      
      په دې حقيقت بايد پوه سو چي په روژه کي چي ځيني خلک په غوسه کيږي اوخوشکي کوي، دا د اعصابو له خرابېدو يا عصبي سيسټم سره هيڅ تړاو نه لري. په دغو وګړو کي دغه ډول حالت په هغو کي د يو ډول لوړتيا يا تر نورو د ځان لوړګڼلويا د طبيعت له شډل توب څخه رامنځ ته کيږي. د دې په خلاف د روژې په دوران کي عصبي نظام په بشپړ سکون او آرام کي اوسي. د عبادتونو په ترسره کولو سره تر لاسه سوى تسکين زموږ ټولي غوسې او خفګانونه ليري کوي. په دې لړ کي د زياتي خشوع او خضوع او د لوى څښتن په وړاندي د ډېري عاجزۍ او تواضع له امله هم زموږ ټولي پرېشانۍ له منځه ځي او هم د اوسمهال د ناوړو حالاتو اغېز چي د عصبي فشار په بڼه څرګنديږي تقريباً په بشپړه توګه ختميږي.

      دغه راز څنګه چي د روژې په دوران کي موږ له جنسي مسايلو څخه ګوښه اوسو، نو له دې امله هم زموږ پرعصبي نظام باندي منفي اغېزي کمي وي.
      د روژې او اودس تازه کولو له ګډ عمل څخه يو ډول داسي ښه حالت رامنځ ته کيږي، چي په دماغ کي د ويني د دوران له توازن سره ډېره ښه مرسته کوي. لکه چي د مخه مو وويل له روژې نيولو څخه د بدن دننني غدود آرام مومي، دغه چاره پرعصبي نظام باندي هم ډېر ښه اغېز ښندي.
      دغه راز څنګه چي انساني تحت الشعور په روژه کي د عبادتونو د مهربانپو له امله صاف، شفاف او د سکون په حال کي وي، نو د عصبي فشارونو په ليري کولو کي هم مرسته کوي.

( هـ ) د ويني جوړښت او د روژې ګټي:
      ويني د هډوکو په دننه مغز کي جوړيږي. کله چي بدن ويني ته اړتيا پيدا کوي نو يو خپل په خپله په کار لوېدونکى نظام د هډو مغز پر خوځښت راولي. په کمزورو او ډنګرو وګړو کي دغه مغزونه په ځانګړې توګه په يو ډول سست حالت کي اوسي. دغه کيفيت د لويو ښارونو په اوسېدونکو کي هم موندل کيږي. له دې امله مړژواندي او ژيړي څيرې ورځ په ورځ زياتيږي.
      څنګه چي د روژې په دوران کي په وينه کي غذايي مواد په ډېره کمه سطح کي وي نو د هډوکو مغز ښه حرکت کوي. له دې امله کله چي ډنګر وګړي روژه ونيسي په بدن کي يې زياتي ويني په آسانۍ سره پيدا کېداى سي. په هر حال دا خو څرګنده ده چي که څوک د وينو په پېچلې ناروغي اخته وي بايد د طبي معايناتو او درملني لپاره ډاکټر ته مراجعه وکړي. څنګه چي په روژه کي اينې ته ضروري آرام ورپه برخه کيږي، نو د هډوکو مغزو ته د اړتيا سره سم دونه مواد برابريږي چي په آسانۍ سره ډېري ويني ځني پيدا سي.
      په دې توګه د روژې له نيولو څخه د ډول ډول حياتي برکتونو په ذريعه يو ډنګر وګړى خپل وزن لوړولاى سي. دغه ډول چاغ  وګړي هم د روژې د ډول ډول روغتيايي برکتونو په ذريعه خپل وزن کمولاى سي.
  هو ګران لوستونکې! راځه بيا د البقره د سورې د (١٨٤) آيت وروستۍ برخه تلاوت کړو او د قرآن کريم په سپېڅلو معجزو باندي له پوهېدلو څخه خوند واخلو.  
 {إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ (184) }( كه تاسي د روژې په فضايلو، حكمت او ګټو پوه سئ ). يعني که تاسي د بدن په ژوند پوهنه ( بيالوژي) پوه سئ نو ستاسي لپاره دا ښه ده چي روژه ونيسئ. که څه هم تاسي ته په هغې کي ستونزي ښکاري.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery