مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

بندونه (مفصلونه) د خوځښتي ژوند یوعمده شرط دی

محمدسرور وکيلي

ژباړنه دیوې الماني روغتیائي مجلې څخه :
د ښه خوځښت اود روغتیا د ښه کیفیت لپاره هرومرو باید بندونه (مفصلونه) روغ او جوړ وي . د هډوکو د بندو درد او یا ارتروزه (Arthrose) öکه څوک ولری باید په علایمو (Symptome) ئي و پوهیږي . د هډوکو د بندونو درد ځني مهال ډېر او ځني مهال لږ وي . په رښتیا سره   هم چې سړی نه په پوهيږي، چې کله دغه ناروغي راولاړېږي . پر ارتروزه  (Arthrose) یاني د هډوکو د بندو سولېده باندي که داسي قضاوت وسي، چي لامل ئي زړتیا ده، باید ومنل سي . په نوې درملنه کي اوس  د دغي ناروغۍ په لامل پوهېدلي دي . او امکان د درملني ئي هم سته، چې څرنګه اغېز منه درملنه ېي وکي . ارتروزه یا دهډوکو د بندو سولېده هغه ناروغي ده، چې په ټوله نړۍ کي خلک په اخته دي . تر ډېره دغه ناروغي په زنګنو او ښنکښرونو (تر ورنو پورته دغه بند) پیداکېږي . کله هم  د ګوتو بندونه، څنګلي او د اوږو بندونه هم نسي . یوازي په المان کي د ۵ څخه بیا تر ۱۵ ملیونه انسانان په دغه ناروغۍ اخته دي . ننه ورځ سړی کولاې سي، چې له دغي ناروغۍ څخه په درمل او پخپل خوځښت سره ځان خلاس کړي . د هډوکو بندونه یو خاص تړښت(اتصالیه) دی د دو هډوکو د خوځښت له لپاره . دغه تړښت داسي جوړ دی، چې نه پرېږدي د خوځښت په مهال کي دغه دوه هډوکي ځانونه سره و سوله وي .د دغه سولولو د مخ نیوی لپاره یو ملایمه  ککرکی ټیکې  ده، چې ده دواړو هډوکو تر منځ پرته ده . او اوبه ځان ته را کشه وي . د یوه جمپنګ دنده پر ځائ کوي . که چیري د بار فشار پر راسي دغه فشار په مساوي ډول پر هډوکو ویشي . کله چې بې ځایه فښار پر راسي نو دغه ملایم ککرکی ټیکۍ خوړه کېږي  . دا هغه مهال دی چې ارتروزه منځ ته راځي .  دغه ملایم ککرکی ټیکۍ بیا د بدن لخوا نه جوړیږي . دا ډېره مهمه خبره ده، چې وختي په ارتروزه و پوهیږو او د خوړولوفزیولوجی لخوا ئي تر اغیزي لاندي را ولو. کېداسي، چې درد لږ سي او خوځښت بیرته سم سي . ترمخ هم وویل سوه، چې ارتروزه داسي نه ده، چې یواځي سړی  ۶۰ کلن سو نو به ارتروزه  پایلیږي، بلکي ډېر  ۳۵ کلن هم په اخته دي .

دغه ناروغي له څه شي څخه پیداکېږي؟                                    

 لومړی  چاغښت :- چې لامل ئي ایضافه بار پر زنګو باندي .

دویم   د خوځښت :-  لږوالی یاني چې سړی لږ ګرځي .

درېم    یو اړخیزه   د هډوکو بندونه تر فشار لاندي راوستل

څلرم    لوړ پوندي بوټونه (جګ بوټونه) په پښه کول .

پنځم   روماتېزوم

شپږم    خوږېده د بندو یاني کله چې د هډوکي بند خوږ سي .

اووم     موادي بدلون په هډوکو کي .

د خوراکي موادو غذایت څرنګه و ملایمي ککرکي ټیکۍ ته ورځي ؟
و دغي ملایمي ککرکي ټیکۍ ته باید تل د خوراکي موادو څخه اړین توکي ورسي . ځکه چې دغه ککرکي ټیکې وکولاي سي، چې د ورځني فشار تر عهدې راووځي . دغه ککرکي ټیکې د وینو د رګو سره اړه نه لري . دغه ککرکي ټیکې  ته په بندو کي اوبړین  مواد (Synovia) ورکول کېږي . دغه اوبړین مواد د دواړو هډوکو تر منځ شتون لري . هر کله چې دهډوکو بند په خوځښت راسي ، نو فشار پر دغي ککرکي ټکۍ راځي دغه ټکې استعمال سوي اوبړینه ماده باسي، نوې اوبړینه ماده د هډوکو څخه اخلي .  دغه ټيکې لکه سپنج ځان کښته پورته کوي . فشار چې پر راسي سره یوځاې سي، چې فشار ایسته سي بېرته وغوړېږي . ارتجاعي خاصیت لري یاني دغه ټيکې خپله غذا د سم خوځښت پرمهال اخلي . دا دغه مانا لري، چې سړی باید منظم خوځښت ولري .

د ککرکي ټیکۍ جوړښتي مواد :
د دغو لاندنیو څلورو توکو مثبته اغېزه د ککرکي ټیکۍ د ارتروز  پر علایمو (Arthros-Symptome) باندي ثبوت سوې ده . دغه څلور توکي د ککرکي ټیکۍ د موادودبدلون سره جوخت اړواند لري اوکېداسي چې هم د  خوراکي فزیولوجۍ له لیاري ډېر ژر او ښه تر اغېزه لاندي را وستل سی .دغه څلور توکي دغه دي :                

  ۱) (Glucosaminsulfat)  2) (Chondroitinsulfat)   ۳)   (Hyaluronsäure)   ۴)   (Kollagenhydrolysat) دغه څلور سره مواده د هډوکو دبندو د ککرکي ټیکۍ د نسج او موادو د بدلون سره مرسه کوي . لمړی او  دویم ئي د ککرکي ټیکۍ د نسج د جوړښت لپاره ډېر مهم دي . (agenKoll) د یوه ساختماني پروتین په ډول ډېر لوړ ارزښت لري . ککرکي ټیکۍ حمایه کوي . «کولاګېن » پخپله بدن هم جوړه وي . (Hyaluronsäure) دغه مواد د هډوکو د بندو و ککرکي ټیکۍ ته الاستیکي  (ارتجاعي ) قوه ور بخښي او جمپنګ داره کوي ئي .


کوم توکي دککرکي ټیکۍ د تقويي لپاره اړین دي؟
نباتي مواد لکه : (Carotin) زردکي، (Citrus) لیموباب او دغسي نور .
معدني مواد :   (Calcium) کلسیم، (Zink) قلعي، (Selen) سلېن  او دغسي نور .
ویټامینونه :    (Vitamin A) او (Vitamin E) او(Vitamin D3) او (Vitamin B6)
دغه پور ته ني توکي د ملایمي نازیکي ټیکۍلپاره  ډېر اړین دي .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery