مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-10-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د شنو چایو څښل د ځینو سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي

ژباړه: حمید ستانکزی
نیو یارک - د رویترز د خبري آژانس روغتیایي څانګه
د شنو چایو څښل به ښایي چې د وینې د ځینو سرطاني نارغیو ګواښ تاسو ته کم کړي، خو د هغې څېړنې له مخې چې په جاپان کې وشوه، په ورځ کې باید پنځه پیالې شین چای وڅښل شي.
د شنو چایو څښل د مړینې او د زړه له نارغیو څخه د مرګونو سره تړاو لري. دغه خبره، ډاکټر تورو ناګانوما د جاپان په سیندای کې د توهوکو د پوهتنون د طب په پوهنځي کې د رویترز د روغتیا څانګې ته د یوه برېښنالیک په ترڅ کې وکړه. 
ډاکټر ناګانوما زیاته کړه چې، اوسنۍ څېړنه لارښوونه کوي چې د شنو چایو څښل به په ځانګړې توګه، په سرطانی نارغیو مساعده اغېزه ولري.
ډاکټر ناګانوما او همکارانو یې په جاپان کې له یوې لویې ډلې وګړو څخه چې عمرونه یې د ۴۰ او ۷۹ کلونو تر منځ و چې ځینو یې د شنه چای له څښلو پرهېز کړئ و او ځینو یې چې د شنه چای د څښلو عادت درلود د مالوماتو له راټولو وروسته، په دغو وګړو کې د وینې او لمفاتیک سیستم  کې(یو ډول سپین رنګه مکروب وژونکې مایع تولیدوي چې د بدن د دفاعي سیستم غټه برخه ده) د سرطاني ناروغیو پرمختګ باندې څېړنه وکړه.
د ۱۹۷۴۹ نارینه او ۲۲۰۱۲ ښځو په منځ کې چې څېړنه پرې شوې وه د سرطاني ناروغیو تاریخچه یې نه لرله. د دغه ټکي یادونه ډاکټر ناګانوما او همکارانو یې د امریکې د ساري ناروغیو ژورنال ته کړه.
د ۹ کلونو د څېړنې د کار په ترڅ کې په دغې ډلې کې، ۱۵۷ د وینې، د هډوکو د مغزونو او د لمفاوي سیسټم سرطاني ناروغیو پرمختګ کړئ و.
د ډاکټر ناګانوما څېړندویې ډلې وموندله چې د وینې د سرطانونو ټولیز ګواښ په هغو وګړو چې په ورځ کې یې ۵ پیالې یا تر هغه زیات شین چای څښه ۴۲ سلنه د هغو وګړو په پرتله چې په ورځ کې یې یوه پیاله یا لږ شین چای څښه ډېر لږ و.
همدا شان، د پنځو پیالو یا تر هغه د زیات شین چای څښل د لمفاوي سیسټم د سرطاني ناروغیو له ۴۸ سلنه یانې ډېر ټیټ ګواښ سره یې سمون درلود.
دغو سازمانونو داسې څېړنې تر سره کړې چې له عمر، جنسیت، زدکړه، سیګرټ او د الکولو د څښلو تاریخچې او د سویا (soybean) او کب له مصرف کوونکو سره یې تړاو لاره.
ډاکټر ناګانوما دا هم وویل چې، څېړونکو همدا شان ولیدل چې په هغو غوښینو وګړو کې چې څېړنه پرې تر سره شوه د وینې د سرطاني ناروغیو ګواښ لږ و، په داسې حال کې چې ګمان کېږي په غوښینو وګړو کې د سرطاني ناروغیو ګواښ لوړ وي.
څېړونکي وایي چې د شین چای د څښلو د روغتیایي ګټو د پخلي لپاره د لا زیاتې څېړنې اړتیا شته او د دې مالومول چې په ورځ کې د شین چای څومره مصرف به د ځینو سرطاني ناروغیو مخنیوی وکړي.
سرچینه: د امریکې د سرطاني ناروغیو ژورنال – د ۲۰۰۹م کال د سپټمبر ۱۵مه
      
http://news.yahoo.com/s/nm/20091013/hl_nm/us_green_tea
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery