مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اشارې (په ګوتو، لاسونو، سترګو، شونډو ...) په ماغزو کې

ژباړه: عبدالحمید ستانکزی

اشارې (په ګوتو، لاسونو، سترګو، شونډو ...) په ماغزو کې د ژبې په مرکز کې خپل پړاوونه بشپړوي
شنبه د نومبر ۱۴مه- د روغتیا-ورځ خبرونه (HealthDay News)- خبرې او اشارې د ماغزو په ورته ساحه کې خپل پړاوونه بشپړوي، څېړونکي وایي چې دا هغه موندنه ده چې د ژبې د تکامل پوهاوي ته به ښایي ښه والی راوړي.
پدغه څېړنه کې، د شلو رضاکارونو د ماغزونو د فعالیت د څارنې لپاره د MRI آزموینه (د مقناطیسي انګازو انځورول- د پوستکي له لارې بدن ته د نه نفوذ هغه طبي آزموینه ده چې د روغتیایي وضعیتونو په تشخیص او درملنه کې له رنځورپوهانو سره مرسته کوي) پداسې حال کې چې دوی د یوه شخص ویدیویي لنډ فلمونه چې یا یي اشارې کولې او یا یي داسې عبارتونه ویل چې د اشارو له مانا سره یې اړخ لګاوه لیدل، وکارول شوه. دواړو، هم اشارو او هم خبرو د تندي په لاندېنۍ او د شقیقې په وروستی (خلفي) برخه کې چې په ماغزو کې د ژبې سیمې دي په لوړو کچو کې، د فعالیت لامل شو.
که چېرې اشارې او خبرې د ورته سیسټم په وسیله خپل پړاوونه بشپړ کړي نه وای، نو خبرو به د تندي لاندېنۍ او د شقیقې وروستی برخې فعالې کړې وای او اشارو به د ماغزو نورې برخې فعالې کړې وای. خو، په حقیقت کې موږ پدغو دواړو کې واقعي تداخل وموند. لوی لیکوال ډاکټر الن بران د امریکې د کڼو او د پوهاوي او پوهونې اړوند پېچلتیاوو د انسټیټیوت څخه په یوې خبرپانې کې دغه ټکی یاد کړئ دی.
دغه موضوع چې د ساینس د ملي اکاډمۍ موندنې د دغې اونۍ په ګڼه کې پرلیکه شوه سپارښتنه کوي چې کېدای شي د ماغزو دغه سیمې د ژبې لپاره د پیل تکاملي ټکی وي.
ډاکټر بران وایي چې، زموږ دغه پایلې هغو پخوانیو نظریو سره چې وايي د انسانانو پلرونو او بیزو ګانو د مانالرونکو اشارو له لارې یو بل سره پوهول، چې د وخت له تېرېدو سره بیا، د ماغزو هغه سیمې چې اشارو خپل پړاوونه پکې بشپړول د خبرو له کارونې سره عادت وکړ، جوړ راځي. که چېرې دغه نظریه سمه وخېږي، زموږ د ژبې ساحې (په ماغزو کې) به په ریښتوني توګه د پوهاوي او پوهونې د دغه لرغوني سیسټم پاتې شونې وي هغه ساحه چې د انسان په ماغزو کې اشارې او همدا شان خبرې شني.
سربېره پر دې، د دغې موضوع په هکله چې څرنګه ماغزه اشارې او خبرې شني، لا زیات مالومات د آفاسیا aphasia په درملنه کې چې د خبرو په ویلو یا پوهاوي کې د یوه شخص وړتیا زیانمنوي مرسته کوي.

 
لېنک: http://news.yahoo.com/s/hsn/gesturesprocessedinbrainslanguagecenter

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery