مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2009-11-25   مخپرونکئ : 093 - دبېنوا اداره - کابل

دزړه دناروغۍ پهکله ديوی څيړنی پايلی

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

     ترهغه وروسته چی می دزړه بايپاس عمليات د ډنمارکی زړه دسوانوډاکترانو پلاس ترسره شوه ، دزړه درګونو دناروغۍ په اړوند چی هر نوی معلومات درسنيو دلاری تر ما پوری رارسيدلی دی ، هغه می په غور لوستی او تر وسه وسه می يی ژباړه دلوستونکو وطنوالو سره هم شيريکه کړيده .
         پدی لړ کی می څورځی وړاندی د timer24 پنامه دنمارکی ژبی ورځپاڼی د ٢٠-١١-٢٠٠٩ نيټی په ګڼه کی د يوی څيړنی پايلی تر سترګو شوی . دلته دڅيړنو موضوع دزړه درګونو دوژونکی ناروغۍ په اړه ټاکل شوی او ددغی ناروغۍ څخه مخنيوۍ يی بنسټيزه موخه وه . پدغی څيړنی کی د درملو په توګه کارول شوی مواد داسی نشه ای توکی دی چی استعمال يی دځان دنشه کولو په موخه دمسکراتو په ډله کی داسلام سپيځلی دين په کلکه غندلې اومنع کړيدی . خو داچی د درملو په توګه دپاک الله ( ج ) دعبادت دپاره دخپل ژوند دساتلو په مقصد په لږه اندازه تری نه کار اخيستل روا دی او يا ندی ، ژه يی په هکله هيڅ ويلای نشم او د دينی علمای کرامو څخه می هيله داده چی داسلامی ارشاداتو په رڼاکی پدی باره کی لازم معلومات وليکی څو خدای مکړه مومن مسلمانان په ناپوهۍ سره دکبيره ګناهونو په لور تشويق او ټيله نشی .دغه نشه ای توکی چی پدغی څيږنی کی کارول شويدی ، الکول دی او داهغه څه دی چی داکثرو طبی دواګانو په ترکيپ کی په يوه ټاکلې پيمانه ګډ شويدی . داشی همدارنګه په هغو دواګانو کی هم ګد دی چی په اسلامی هيوادونو کی توليديږی . زه پخپله پدی کارکی د تائيد اويا رد صلاحيت ځانته نه ورکوم بلکه دا کار دعلمای کرام صلاحيت ګڼم او هغوی ته يی پريږدم .
          پدغی ورځپاڼی کی دنوموړی ليکنی سرليک داسی دی : ( الکول دنارينه وو دپاره دزړه دناروغۍ په وړاندي ګټور دی ) او ترسرليک لاندی په نسبتا زيږه خط ليکل شويدی : ( د اړوندو چارو ماهران دا خبردارۍ ورکوی چی که داډول درمل په ډيره اندازه استعمال شی نو داعتياد لامل ګرځی او مضر پريوزی ).
را به شو پخپله ليکی ته چی پښتو ژباړه يی په لاندی کرښو کی وړاندی کيږی :
         په ( بی بی سی نيوز ) کی راغلی دی چی که نارينه کسان هره ورځ الکول وڅکی نو دزړه په ناروغيو يی داخته کيدلو خطر تر لويه بريده کميږی . دا دهغو څيړنو پايلو ښودلی ده چی پدی اړوند ترسره شويدی . دا څيړنی په هسپانيی کی پر ١٥٥٠٠ نارينه وو او ٢٦٠٠٠ښځوباندی چی عمرونه يی د ٢٩ کلنې څخه تر ٦٩ کلنۍ پوری وو ، سرته رسيدلی دی . ددغو کسانو څخه ددوی د الکولو دڅښلو د عادت په هکله پوښتنی شوی او لدی نه پرته يی دلسوکالو په موده کی روغتيايی حالت هم په منظم ډول تر نظر لاندی نيول شوی دی .
         پر پورته کسانو باندی د څيړنی پر مهال دوی په شپږو ګروپونو ويشل شوی چی په لومړی ګروپ کی يی هغه کسان ټاکل شوی چی هيڅکله يی هم الکول ندی څکلی او په شپږم ګروپ کی بيا هغه کسان راغلی چی هره ورځ يی د ٩٠ ګرامو څخه دزياتو الکولو دڅکلو سره عادت درلود . په ورځ کی د ٩٠ ګرامو نه زيات الکول په هفته کی د ٨ بوتل واينو سره برابر دی .
         د څيړنو پايلو وښوده : هغه نارينه کسان چی الکول يی په لږه پيمانه يانی هره ورځ يی تر يوه  شاټ ( نژدی دوه سانتی ليټره) په کمه اندازه ودکا څکل ، دزړه په ناروغيو باندی يی د اخته کيدلو خطر په سلو کی ٣٥ ټيټ وو . په هغو نارينه وو کی چی د ورځی يی د ٣ څخه تر ١١ پيکو پوری الکول څکل ، په نوموړۍ ناروغۍ باندی يی د اخته کيدلو خطرپه سلو کی تر ٥٠ پوری کم وو .
         په څيړنو کی بيا دښځو په هکله د څيړنو پايلی په لوړ ډول نه وی او څرګند توپير يی درلود . پدی اړه دڅيړونکو نظر دادی چی دښځو ارګانيزم د نارينه وو په پرتله الکول په بل شکل تجزيه کوی او ښځينه جنسی هورمونونه د ځوانۍ په سن کی دوی ددغی ناروغۍ په وړاندی وقايه کوی .
         ډيرۍ ماهران بيا د دوا په پلمه په زياته پيمانه دالکولو دڅکلو سره همږغی ندی . دوی داسی دلايل وړاندی کی چی په زياته پيمانه د الکولو استعمال ديو لړ نورو ناروغيو د پيښيدو لامل ګرځيدلای شی . دوی دا خبردارۍ هم ورکوی چی ددغی څيړنی د نتيجو څخه بايد په ډيراحتياط کارواخيستل شی او نارينه بايد ددغی ناروغۍ د خطر کمولو په هيله د الکولو و ډير استعمال ته زړه ښه نکړی . د ژباړنی پای .

      د ژباړونکی يادونه :   
      زه پخپله هم ددغی وروستۍ ډلی پوهانو سره همږغۍ يم چی نارينه بايد که ددرملو په موخه هم وی ، د الکولو د زيات استعمال نه دډه وکړی ځکه برسيره پر دی چی داکار په الکولو باندی د روږديدو او اعتياد خطر زياتوی ، د ډيرو الکولو استعمال دوينو فشار په لوړه کچه جګولای سی چی دروغتيا او په ځانګړی توګه د زړه په ناروغۍ باندی د اخته کسانو دپاره ډير خطر رامنځته کوی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery