مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-01-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دطبــابت ډګــرنومـاند جــراح الحاج محمدعثمان په حق ورسيد

ګل شريف


که فرشــــونه د اتلس وي يا ماڼۍ وي د سرو زرو
يو کفن به ترينه يو سې ، نور به پاتې شى حيران
                                                                                                                                     ((ملنګ جان))

د شپيتمې لسيزې لومړى نيمايي وه. کورنۍ جګړې د يوې ورځې نه بلې ته زور اخيست .
زمونږ پلرنۍ ټاټوبۍ، په داسې حال کې چې نابللو سرو لښکرو مخامخ همدلته حضور درلود  نړيوالو زور ځواکو تر منځ د وزلوبې په ډګر اووښتى وو. د دواړو لورو د جګړې سوند توکي سرجنګولو ته د کوتک په زور اړشوي هېوادوال  ول.
د زور ځواکو له لوري د سپکو، درندو، زړو او نويو نه ازمويل شوو وسلو کارولو په پايله کې د مرګ ، ژوبلې کچه خورا لوړه شوي وه، چې د منلو او درملنې دروند پيټۍ يې د څلورسوه بستريز روغتون پراوږو پروت و. د دفاع وزارت مرکزي نشراتي ارګان ((سرباز)) ورځپانې د ادارې څخه د پورتني روغتون د وتلو ډاکترانو سره د مرکو کولو له پاره وګومارل شوم. په دې لړ کې د يوه ځوان ، په مسلک پوه او درمانوونکو لاسونو څښتن ډاکټر سره چې محمد عثمان نوميده مخامخ او د ورځپاڼې په مخونو کې مې د لومړي ځل له پاره د ده انځور او په اړه لنډه غوندې ليکنه خپره کړه. تردې دمه څه چې وروسته هم زمونږ تر منځ پيژند ګلوي نه وه. له دې پس مې په رسمي او نارسمي ناستو،پاستو کې د يوه وتلي جراح په توګه درملنې ته د اړو هېواد والو په لاس نيوي کې د ده په اړه نيکې يادونې تر غوږو کيدې چې په پايله کې يې نه يوازې د ځان او کورنۍ ،بلکې د ټول تڼي شمله ور قوم شمله هسکه کړه.
نيږدې شل کاله وروسته مې د نوموړي سره بيا ليده ،کاته وشول . داځل مې عثمان د طبابت په برخه کې د بډايو تجربو په تر لاسه کولو سره لاپوخ، صميمي او د سيمې، چاپيريال په اړه د پراخ نظر څښتن بياموند.
هو! پروفيسور دوکتور الحاج محمدعثمان يادوم چې د روان کال د مرغومې په لومړى اونۍ کې په ابدي خوب ويده شو او په دې توګه د سيمې او هېواد په کچه د طبابت د ډګر نوماند جراح د تل له پاره نابلد وطن ته لاړ.
      پـــــروفــــيسوردوکــــتور محمد عثمان په  ١٣٣٦ هـ ش کال د تڼيو په ايتمان کلي کې نړۍ ته سترګې سپړلي، په ١٣٤١ هـ ش کال په لومړني ښوونځي کې شامل او په ١٣٤٨ هـ ش کال فارغ او د رحمان بابا په ليسه کې شامل او بيا  په ١٣٥٢ هـ ش کال له ذکر شوي ليسې په اعلى درجه فارغ شو.
په ١٣٥٤ هـ ش کال د کابل پوهنتون د طب په پوهنځى کې داخل او په ١٣٦٠ هـ ش کال د ماستر په درجه فارغ او په کار يې پيل وکړ.
نوموړى بيا په کال ١٣٦٦ هـ ش کې د عمومي جراحۍ په څانګه کې د دوکتورا ترلاسه کولو په موخه پخواني شوروي ته واستول شو او په ١٣٦٩ هـ ش کې يې  نوموړى پروګرام په بري سره بشپړ، هېواد ته راستون او په څلورسوه بستريز روغتون کې د صدري جراحۍ څانګې دمسوول او ځوانو ډاکترانو د ترينر په توګه په دنده وګومارل شو.
د ارواښاد جنازه د ٢٠٠٩م، د ديسمبر په ٢٧ مه له هند څخه راوړل شوه، د شيخ زايد پوهنتون په لمن د استاذانو فاميليو په هديره کې خاورو ته وسپارل شوه.


ابوالقاسم لاهوټي وايي:
گرمرد فنا شود به گيتي – هر گز اثرش فنانگردد.

که نن خداى بښلى عثمان زمونږ په منځ کې په فزيکي ډول نه شته، خو په ماناوي لحاظ دى او له ده په ميراث پاته شوي علمي پانګه به تل پناه نه منونکي وي. نوموړي د خپلې عملي درملنې تر څنګ يو لړ علمي مقالې او آثار ليکلي چې د ځينو يې په لاندې ډول يادونه کوو:
ترضيضات بطني په نامه کتاب،دناريوي پرايتونيت کمپلکس په نامه د دوکتورا تيزس،د افغانستان په اردو کې د جراحۍ خدمتونو ترتيب او تنظيم او د ناريوي پرايتونيت د وقايې او معالجې تدبيرونو په نومونو جلا،جلا رسالې او په کابل پوهنتون کې د علمي کنفراسونو له پاره د يو شمير مقالو ليکل دده علمي پاتې شوني دي.
ډاکتر محمد عثمان د يوه فاضل او عالم شخصيت په توګه يوازې د هېوادوالو په درملنه بسنه نه کوله،بلکې په دې برخه کې يې د زياتو تدبيرونو نقشې تر لاس لاندې وې.
نوموړى يو له هغو ډېرو فعالو کسانو څخه وو، چې خوست ته د شيخ زايد پوهنتون  د امتياز په اخيستلو ، ليږد ، فعالولو او هغه ته د کورنيو او بهرنيو سرچينو نه د مرستو په جلبولو کې يې نه ستړي کيدونکې هلې،ځلې وکړې او هملته د ژوند تر وروستيو پورې د طب پوهنځى استاذ پاته شو.
دغه رازيې د حکيم تڼيوال په نامه په خوست کې دمنځنيو طبي زده کړو انستيتيوت جوړ کړ چې همدا اوس پکې  ٨٣ تنه محصلان پر زده کړو بوخت دي او شاوخوا پنځوس تنو د شمول غوښتنليکونه ورکړي دي.
سربېره پردې دسيمې او سيدونکو ته د لاښو روغتيايې اسانياوو برابرولو په موخه يې د ډېرو کلونو هلو، ځلو په پايله کې له لندنه يو ښه سمبال روغتون منظور او په دې وروستيو کې يې د ودانۍ له پاره ځاى هم په نښه کړى وو،خو د ودانيزو چارو د پيل د مخه ورسره نيمګړي ژوند ياري ونه کړه او دنورو ډېرو سره يو ځاى يې دا ارمان هم مخکې له وخته د ځانه سره ګور ته يو وړ.

دوستان او همکاران د محمدعثمان په اړه:
         سعدي شيرازي وايي:
                    سعديا مرد نيکو نام نميرد هــرگز
                 مرده آنست که نامش به نيکويى نبرند.

د خوست مرستيال والي محترم الحاج طاهر خان صبرى:
((ډاکتر محمدعثمان سربيره پردې چې د سيمې او هېواد په کچه ډېر پوه،ماهر،د اوږدې مسلکي تجربې لرونکى جراح وو، د اولس په نبض پوه يو ښه سلاکار،زړور او با تدبيره شخصيت وو. په ډېرو خواښينوونکو حالاتو کې به ده نه يوازې ځان نه بايللو، بلکې فکري تمرکز او ثبات به يې پر ځاى او نورو ته به يې ډاډګيرنه ورکوله.
دده ناڅاپي او له وخته مخکې مړينې د علم،پوهې او په ټوليزه توګه طبابت په ډګر کې داسې تشه رامنځ ته کړه چې ډکول به يې نه يوازې ستونزمن او قيمتي وي،بلکې ډېر وخت به هم ونيسي)).
   د شيخ زايد پوهنتون د طـب پوهنځــى استاد ډاکتر ذبيح اله احمدي:
(( ډاکتر محمدعثمان د شهامت او جرئت سمبول وو. تل يې د علم او پوهې پلوي کوله چې ښکاره بيلګه يې د پوهنتون په راليږد او بنسټ په پياوړتيا کې بې سارى هلې،ځلې کيداى شي. دغه راز د بيلا بيلو سرچينو نه د مرستو ترلاسه کولو په موخه سفرونه يې د قدر اوستاينې وړ دى.
سربيره پردې نوموړى د حکيم تڼيوال نيږدې دوست او هم غږى پاته شوى . د هغه په نامه  دمنځنيو طبي زده کړو انستيتيوت جوړول دده سره د تل له پاره د ملګري پاتې کيدو په مانا دى. ډاکتر محمدعثمان د طبيبانو کورنۍ د مشر غړي په توګه تل سالمې او جوړوونکې مشورې ورکولې.     روح دې ښاد وي.))
د شيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي استاد پوهندوى ډاکتر بادشاه زار عبدالي:
((کلونه مخکې د کاري ورځې په پاى کې د کلينيک ډېرۍ کار کوونکي مې کورونو ته تللي ول.
د شپې يوه بجه وه چې ناببره يې يو ناروغ چې د ګيډې له درده سخت نا ارامه وو  راوړ.
د فزيکي او لابراتواري کتنو پايلو وښوده چې رنځور اپنډيساتيس لري. سره له دې چې سمبال کلينيک،اړين طبي وسايل، انستيزيلوګ او نرس هم نه ول،خو که ناروغ عمليات شوى نه واى ، د مرګ ګواښ موجود وو.
نو د يوې ښځينه ډاکترې مې د مرستې هيله وکړه او خپله مې د موضعي انستيزى په مرسته ګيډه راوسپړله. دهغې په ليدو سره د همکارې حالت خراب او يوازې پاته شوم.
بله چاره نه وه. د مرستې له پاره مې د شپې ناوخته د ډاکتر عثمان څخه هيله وکړه.
سره له دې چې د ناکام، پهلوان خبره وه. په ځان مې زيات فشار راوړ. په يوازې توګه مې ډېر څه وکړل، خو نوموړي د انسان ژغورنې عالي احساس له مخې په بيړه ځان راورساوه او پاتې برخه مو په ګډو هڅو سر ته ورسوله او د الله په مرسته د ناروغ ژوند وژغورل شو.))
د عامې روغتيا  رئيس  ډاکتر اميربادشاه رحمت زى منگل:
 (( زمونږ د اميد سترګې تل د ډاکتر عثمان په لوري کږې وې او په ستونزمنو حالاتو کې مو لويه تکيه ګاه وه. د ورځو نه يوه ورځ د چاودنې د زړه بوګنوونکي پيښې په پايله کې زمونږ د ښاريانو وينې بهيدې او د روغتون د بيړنيو پيښو خونه او دهليزونه په وينو ليت،پيت وو.
د ټپيانو د شمير ډېرښت په سبب د روغتون نه بهر بيړنيو مرستو او لاس نيوي ته سخته اړتياوه. د نوموړي څخه مو د مرستې هيله وکړه.دى په داسې حال کې چې ډوډۍ يې هم نه وه خوړلې، د سترګو په رپ کې راورسيدو او د شپږو ساعتونو پرله پسې  زيار په پاى کې يې د الله تعالى په مرسته درې تنه مرګ کندې ته له لويدو بچ کړل)).
ډاکتر شيرزاد هڅاند:
((خداى بښلى ډاکترعثمان زمونږ د طب ډګر کارکوونکو له پاره پر پاڼو پټ او هسک چنار د سيوري په څيروو.
ما هغه هندي متل اوريدلى وو، چې وايي:
ډاکتر بايد د باز سترګې،د زمري زړه او ښځينه لاسونه ولري.
د نوموړي ترلارښونې لاندې د عملي کار په بهير کې مې پورتنى ځانګړنې کټې، مټې دده په وجود کې وليدې. ده به هغه عمليات نيول او کول چې هر چا به ورته زړه نه شو ښه کولاى.په درماني لاسو کې يې خداى تعالى برکت اچولى وو.رنځور ته به چې ورورسيدل، په سلو کې زياته سلنه به يې له روغتيا برخمن کيدل.
هو! په انګريزى کې متل دى وايي: (( مونږ تر هغه چې چينه نه وي وچه شوې د اوبو په ارزښت نه پوهيږو)). اوس چې نوموړى زمونږ په منځ کې نه شته په قدر به يې هغه رنځوران ښه پوه شي چې د ډېرو اوږدو خرابو لارو، راز،راز هوا حالاتو ، لګښتونو او پوليسو زورونو سره،سره پرديو هېوادونو ته دعلاج له پاره سفرونه کوي.
پښتو لنډۍ هم ده چې وايي:
ارمان به هله راپسې وکړې – چې نه مې وينې ، نه مې غږ اورې مينه

وروستي عمليات او د الله په مرسته د وروستي انسان ژغورل:
که ډېر ماهر طبيب هم وي بيا هم انسان دى او انسان تل نيمګړى موجود دى.
ډاکتر عثمان په دې وروستيو کې خپله هم ناروغ وو. د سختې تبې په سبب د څه کړل خو څه چې ان پاڅيدلى هم نه شو. اشتهايې نه درلوده او ځان يې ډير بې حاله او ناتوان احساس کاوه.
دا مهال يې کلينيک ته ټپي کس راوړى او نرس د ټپي وخيم حالت ورته بيان او د ښکته کيدو هيله ځيني کوي. نوموړى ځواب ورکوي چې زما حال خراب دى که دوى بل چيرې لاړ شي. په دې شيبو کې د ځانه سره فکر کوي چې دا محتاج انسان دى او تاته يې تمه کړي، نو د انسان پالنې احساس يې اړ باسي څو حواس راجمع او بيړنۍ خونې ته راشي. دا داسې وخت دى چې پايوازانو ټپي اخوا،دېخوا ډېر ګرزولى او په ځواب کې يې ورته ويلي چې يا د صحراباغ  روغتون او يا يې له هېواده بهر يوسئ. کله چې عثمان ټپي ګوري،د کيڼ زنګانه مفصل يې ګولۍ خوړلى،د هډوکو پر کسرونو سربېره يې شريان(رګ) هم څيري وو. د ټپي ځوان حالت بيخي وخيم وو. نبض او فشار يې نه لرل ، نو يې ټپي ته وينه - سيروم او د ري امينشن بيړنۍ مرستې تر سره کړې.ټپي ته د وروستي چانس درمل هم ورکړ شوى وو.عثمان چې د پاڅيدو توان نه درلود، په ناسته يې دا سخت عمليات تر سره او د ټپي دزنګانه خلفي رګ يې ترميم کړ.
دې عملياتو نيږدې درې ساعته دوام وموند. په پاى کې د ټپي حالت مخ په ښه کيدو شو.
نه يوازې يې ژوند د الله په مرسته وژغورل شو، ان تردې چې پښه يې هم پرې نه شوه.
د ملنګ جان بيت دى:
ژوند خو يو څو ورځې وي،نوم شي تر قيامت پاتې
    پس له مرګه چاته شي پېغور، چاته صفت پاتې.

هو! ډاکتر عثمان له ځانه د پېغور په ځاى صفت ، بډايه علمي پانګه او غني مسلکي تجربې پرې ايښي چې دنوموړي دروزونکو له خوا د ده د غني تجربو او علمي پانګې په کارولو او نورو ته په ليږد سره به يې نوم تل نيک او ژوندى پاتې وي.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery