په ډیر خواشینې سره باید ووایو چې د کلتور وزارت یو ځل بیا د پښتنو قسم خوړلویو دښمنانو ته په لاس ورغی .
مخدوم رهین چې د ایران سره په وفادارۍ او د پښتنو سره په دښمنې کې ډیر زیات شهرت او مقام لری ، یو ځل بیا د کرزی په وړاندیز د پارلمان دخرص شویو وکیلانو له لوری دغه مقام ته ورسیده .
د کرزی په دغه شاه شجاعی او کارملی نظام کې ددغه خاموش اکثریت پر وړاندې دزرګونو جنایتونه ترڅنګ د رهین بیا ټاکنه یو بل ستر او نه بښونکی جنایت دی .
کرزی چې تل د پښتنو پر رایو او ککریو د خپل بقا لپاره ډیرې لوبې کړی دا یی بله خطرناکه لوبه ترسره کړه .
د رهین ټاکنه لکه پر مظلومو فلسطینیانو د یهودې رژیم د جنایتونو مشابه اعمالو پر څیر غندو ، د کلتور په وزارت کې د ایرانی پلوه اشخاصو لخوا د افغان ژورنالست احمد ضیا بومیا سپکول په سختو ټکو غندو ، فاشیست رهین ته د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریس درباری چاپلوس اورنګ صمیم د مبارکې پیغام د ننګرهار د ولس سره ستره جفا بولو، د کرزی او د پارلمان د خرص شویو وکیلانو دغه اعتماد د تاریخ د پاڼو توره دوره بولو او د پښتنو د اتحاد او اتفاق غوښتنه کوو .
مننه
د ننګرهار غیرتی او پر پښتو ولاړ ځوانان