د بګرام د زندان په اړه د طالبانو خبرتیا
د طالبانو ډلي د امریکايي ځواکونو له لوري افغان ملي اردوته د بګرام د زندان د سپارلو په باب اعلامیه خپره کړي ده.
دغې ډلي دغه معامله په نوي نامه د زوړ جنایت دوام بللي.
طالبان وایې چې په دغې معاملې سره داسي څرګنديږي چي پدي عمل سره امريکايان غواړي د روسانو د وخت د پولي ګون ياد يوځلي بيا تازه کړي او ددي زندان واګي هم د پولي ګون پخوانيو قصابانوته په لاس کي ورکړ چی، دتیر په څیر دخپلوفکری،لسانی،سمتی او...عقدو به درلودلوبیاهم دابیوزله افغانان وکړوی .
مونږ د سپيني ماڼي په چارواکو او دبشر د حقوقو په سازمانونو غږکوو چي د افغانانو په وياړلي خاوره کي د يرغلګرو له خوا د پټو او ښکاره زندانونو موجوديت يو ظالمانه او غير انساني عمل دي ، بايد ژر تر ژره دغه استعماري عمل پاي ته ورسيږي. د واک د سپارلو په نوم دي د افغانانو او نړيوالو په سترګو کي خاوري نه اچوي او نه پداسي هڅو سره دغه کرغيړن عمل توجيه کيداي شي.
البته ددوي دغه عمل به هم ، ددوي د نورو بشر ضد اعمالو په شان، د واشنګټن او ديموکراسي په ټنډه يو تور داغ پاته شي او افغانان به وهڅيږي چي د خپل ټاټوبي د خپلواکي په لاره کي نورهم متين او چټک ګامونه واخلي.