مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-01-16   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کاروان پوهنتون شو

لمر افغان

د پنج شنبې په ورځ د مرغومې په ۲۴ نېټه د لوړو زده کړو د وزارت له خوا دریو پوهنتونونو ته رسمي جواز ورکړل شو. د دغو دریو پوهنتونونو په ډله کې یو کاروان وؤ چې مخکې یې د لوړو زده کړو د مؤسسې، لنډ مهاله انستیتوت او ښوونځي په بڼه په کابل کې فعالیت درلود  او دا دی اوس د لیسانس په ورکولو یې هم لاس بر شو. دغه پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو، اقتصاد او کمپیوټر ساینس پوهنځي لري چې بهرني او کورني تکړه ښوونکي په کې د تدریس چارې پرمخ بیايي.
په هغه ناسته کې چې د افغان کلتوري ټولنو د جرګې سره شخصي پوهنتونونو درلوده د دغه پوهنتون رئیس سیدجاوید اندیش وویل چې دی به خپلو ښوونکو ته وايي چې درسونه په پښتو ژبه ورکړي او که چېرې کوم درس په انګریزي وي نو د دوی ښوونکي به یې په پښتو ته ژباړي.
دغه پوهنتون په هېواد کې د ۲۲ پوهنتونو په منځ کې یو بل ستوری دی چې په ښه توګه وځلید موږ د لوی څښتن تعالی څخه غواړي چې زموږ دغه شان هېوادالو د پښتو ژبې د ودې او پراختیا لپاره خپل درسونه په پښتو ژبه وړاندي کړي دغه لړۍ به د پښتو ژبې د علمي کېدو په برخه کې لویه لاسته راوړنه وي.
زه د دغه پوهنتون په جوړېدو د پوهنتون چارواکو، ټولو پښتنو او افغانانو ته مبارکي وړاندې کوم او په دو هیله یم چې دغه پوهنتون د پښتنو د ښوونیزو چارو ستونزې هوارې کړي.
 په درنښت
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery