مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-14   مخپرونکئ : 011 - دبېنوا اداره - کابل

سګرټ څګولو زیانونه او د بس کولو لاری چاري

ګل مر جان منګل


که چیری یو څوک سګرټ کشوې،نیکوتین یو ځای د کاربن مونو اوکساید سره چی دوه مختلیفی کیمیاوې مادې دی ، غلظت یی په وینه کی   ډیریږې یا پورته کیږې.دزړه او رګونو رنځوریګانی د اوکسجن او د وینې د کم جریا ن په صورت کی عضلو ته ، خوصوصاً زړه ته پیدا کیږې.یا په بل عبارت    کله چی د وینې جریان زموږ وجود ته کمیږې په نتجه کی د زړه او رګونو ناروغۍ پیدا کیږې.

د نیکوتین  ډیریدل په وینه کی دوه تغیرات یا بدلونونه  په زړه او رګونو کی پیدا کوې: اول د زړه د ضربان ډیریدل،دوهم د وینې د رګونو تنګیدل یا سره کیناستل. ددی په نتجه کی د وینی فشار لوړیږې. کله چی د وینې فشارپورته ځی په همهغه اندازه د اکسجن ضرورت یا غوښتنه ډیریږې. ځکه چی زړه باید ډیر زیار وګالې تر څو د وجود غوښتنه چی هغه وینه ده پوره کړې.پس ددغه اضافه کار لپاره زړه هم ډیر اوکسجن ته اړتیا لرې.  دسګرټ څکول په وینه کی لکه چی پورته یادونه وشوه کاربن مونو اوکساید هم پیدا کوې. نوموړی ماده په وینه کی د اوکسجن ځای نیسې،ځکه چی د  کاربن مونو اوکساید د جزب قوه د وینې سره نظر اوکسجن ته شل ځلی زیاته ده، نو پدی خاطر د وینې څخه یی جدا کیدل په مشکل سره صورت مومی.

نتجه: زړه ته لږاوکسجن رسیږې په داسی حال کی چی ډیر ته ضرورت لرې.چی بلاخره زړه خپله دنده په سم ډول سرته نشی رسولای.

سګرټ هم رګونه زیانمن کوی چی په نتجه کی خپل اصلې جوړښت له لاسه ورکوې او په ډیر اسانۍ سره غوړ د رګونو په منځنۍ برخه کی ځای نیسې چی دغه هم په خپل وار سره رګونه بندوې یعنی تنګوېیی.پس سګرټ څکول یو غټ ګزار یا ضزبه ده د وجود د وینې دوران سیستم ته چی هغه زړه او رګونه دی.

سګرټ څکول د ساه اخیستلو یا تنفسی سیستم سخت زینمن کوی،ځکه چی دغه خو یی دوامداره لاره ده چی پری تیریږې.پدی معنی چی د سګرټ  دود په اول کی د سا اخیستلو پورتنۍ برخه یعنې مرۍ تحریک اوسولوې  چی دا د دوامدار ټوخی سبب کیږی، بیا همدغه دوامدار ټوخی سګې خرابوې چی په نتجه کی ساه اخیستل ګران یا مشکل کیږې.


سګرټ یوازی د وینی او ساه دورانونو  ته توان نه، بلکی یو وژونکی رنځ چی هغه سرطان نومیږې هم پیدا کوی. لکه(د سګیو،د خولی او مرۍ، مثانې او ښځو ته د اولاد ځای) دسرطان پیدا کیدل دی.

سګرټ نور زیانونه  هم لری لکه کم اشتهایی، د خوب کموالی، د خولی بد بوی او داسی نور.
پاتی د نه وې چی سګرټ څکول نه یوازی ځانې زیان لرې بلکی زموږ شتمنۍ ته هم ګذار ورکوې.یعنې موږ خپله شتمنې داسی مصرفو چی خپل ځان پرې سوځو.
   که په یوه جمله کی یی رالنډ کړو نو ویلای شو چی  سګرټ د رنځونو مورده او زموږ شتمنۍ ته ګوګړ.


څنګه کولای شو چی سګرټ څکول بس یا خوشې کړو؟؟
یوازی سګرټ څکول نه بلکی د هر عمل پریښودل په اوله مرحله کی یو اندازه مشکلات دځان سره لرې.دا ځکه چی زموږ وجود د همدغه عمل سره عدت شوی وې، چی دغه عدت د ځینو کیمیاوې تغیراتو نتجه ده، چی هغه ته هورمونونه وایی. یعنی کله چی همدغه هورمونونه په وجود کی ترشح یا جوړ شې، پدی معنی چی په عملې باندی د عدت شوی موادو(تمباکو،سګرټ، چرس، هیروین، الکول و غیره) یو شانته لړه راځې یا پیدا کیږې او عملې شوی کس دې ته هڅوې تر څو همدغه عمل تر سره کړې. ددی لپاره چی موږ سګرټ څکول بس کړو نو موږ یو اندزی وخت ته اړتیا لرو تر څو زموږ په وجود کی همدغه تغیرات په تدریجې ډول له منځه لاړ شی او زموږ وجود خپل اولې یا طبعی شکل ته راوګرځې. نو په اوله مرحله کی پکار ده چی  موږ یو ټینګ عزم ولرو او د ځان سره پریکړه وکړو او ووایو چی زه سګرټ څکول بس ګوم او دغه قوې عزم پدی سره پیاوړۍ کړو چی د سګرټو څخه پیدا کیدونکی رنځونه او زیانونه په خپل ذهن کی تازه وساتو.یعنی کله چی پر موږ باندی د سګرټ لړه یا اشتها راځی نو موږ په خپل ذهن کی د سرطان د رنځ انځور راپورته کړو یعنی سترګو ته یی ودروو.
  بله لاره داده چی کله مو سګرټ ته زړه کیږی، نو خپل ځان مشغل کړی، یعنی ځانته یو کار پیدا کړی او ځان مصروف کړی(مثلاً یو څه وخوری، یا په لوستلو او لیکلو شوروع وکړی او داسی نور).

همدارنګه  بله لاره د سګرټ خوشیکولو داده چی د یو ډول نیکوتینې ژاولو څخه ګټه واخلۍ، یعنی کله چی د سګرټ نیشه درځې نو همدغه ژاولی وژیوی.
    مننه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery