سيداحمد قانع -كندهار
دهيواد اوسيمي د وتلي او منلي ليكوال اود شعراو شاعري د اسمان ځلانده ستوري ښاغلي عبدالباري جهاني دوه شهكار اثار دمينه والو له خوا څخه وستايل سوه .
كوه طور دښاغلي جهاني پنځمه شعري ټولګه او بګهت كبير دپښتو په بڼ كي مناجاتونه چي دښاغلي جهاني صاحب له خوا په پښتو منظوم ژباړل سوي دي ، چي په دي وروستيو كي په كندهار كي دنارنج خپرندويه ټولني له خوا خپاره سوي دي.
دښاغلي جهاني په دي شعر ټولګه ( كوه طور ) دخپرندويه ټولني ياداښت ، زموږشاعر جهاني ( د ډاكټر لطيف بهاند سريزه ) جهاني ته ! ( د عبدالكبير كمال نظم ) تاسي يي پيژني دا څوك دي ؟ ( دعبدالمجيد نظم ) جهاني څوك دي ؟ ( د عبدالمجيد سريزه ) ، دجهاني د ژوند ليك په اړه ( دعبدالمجيد بابي سريزه ) تر څنګ 37 غزلي 34 ازاد او نوي نظمونه 18 منظوم داستانونه او 290 نظم كړل سوي متلونه ځاي كړي سوي دي چي په 368 پاڼو كي راغلي دي .
دښاغلي جهاني پنځمه شعري ټولګه
بګهت كبير دپښتو په بڼ كي ژباړه