مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-02-25   مخپرونکئ : 049 - دبېنواخبریال - کندهار

دشهيدبابي په اړه دکندهاردفرهنګيانودخواشينۍ پيغام

دلوي کندهار فرهنګيان

غمه بيا دي څه ور راټکولي
کوم محبوب دي دى له ژونده غورځولي


د شهيد عبدالمجيد بابي د شهادت په اړه د لوي کندهار د فرهنګيانو د خواشينۍ پيغام


دغه غمجنه او ويرجنه واقعه چي کندهار ورسره مخ دي د بيانيدلو نه ده دغه ويرجنه پيـښه د عبدالمجيد بابي وژنه ده چي دخبر په اوريدو سره يي ټوله ولړزيدلو .
ارواښاد عبدالمجيد بابي ددي هيواد له نومياليو ليکوالانو او څيړنکو څخه شميرل کيدى . چي د خپل ژوند يوه زياته برخه يي د پښتو ژبي او ادب د بډايني په لاره کي تيره کړي وه او په دغه برخه کي يي  په سوونو ليکني او مقالي ليکلي وي .
دوي هم د کلنو کلنو را په ديخوا د خپل ژوند ادبي پيل له شاعرى څخه کړي وو او بيا يي د ځينو خپلو طبيعي جرياناتو او واقعاتو مبارزه او کارنامه يوازي تر شاعري پوري پاتي نه سوه بلکه د ملي ، سياسي مبارزو او ادبي کارنامو په تر سره کولو سره يي ددي هيواد د خدمت او حق اداېنه په خورا ښه توګه سره تر سره کړه .
. دوي تر دوه نيمو لسيزو زيات کلتوري ، ادبي او فرهنګي مجالس او غونډي او دغه راز د کنددهار افغان او کلتوري بهير رنګين او ځلاند وساتي . او دځوان ادابي قشر د تنوير په لاره کي يي ددوي صادقانه او مخلصانه خدمت له هيڅ چا پټ نه دي .
ددوي دشهادت او زموږ ټولو څخه په جسمي لحاظ تګ د خورا  وير او غم حالت رامنځ ته کړ او په حقه سره ويلاي سو چي ددوي تشه او فزيکي خلا نه جبرانيدونکي ضايعه ده . موږ په دغه وير کي د دوي له ټولو متعلقينو او دوستانو سره يو ځاي ځان شريک بولو دوي ته د جميل صبر غوښتنه کوو او دشهيد بابي ارواح خوښه او خوشحاله غواړو .                        


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery