مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دهارون حکیمي سره دبېنواویب پاڼي دخواخوږي پیغام

خالدهادي حیدري

په خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د پرون په ځانمرګي ترورستي برید کي چي دترنک پر غاړه ترسره شوی   دهغو مسافرو له جملې څخه چي ملکي وګړي وه او پاکستان ته په سفر روان ودځوان نابیغه شاعر  ، لیکوال او ژورنالیست  ښاغلي هارون حکیمي اکا په شهادت رسیدلی

انا لله وانا الیه راجعون

نه پوهیږم چي دافغانانو دا جنازی به  کله  پای مومي او کنه ، هره ورځ په یو نوي ویر کښېوتي یو ،چي یوه جنازه موخاورو ته سپارلې نه وي بله راته پریوزي . پرون که دبابي په ویرناست یو نو نه د هغو بې ګناه غیري نظامي مسافرو په غم غمجن یو . چي دتداوی له غمه پردي ملکوته په سفر روان و او ناځوانه بریدکونکي په نیمه لار نیمخوا له ځان سره یوړه .

دبېنوا پاڼي د ټولو هکارانو په استازيتوب د ښاغلي حکیمي او دهغه دکورنې سره په دې غم کي ځانونه شریک ګڼو او شهید ته د فردوس جنت غوښتونکي ی بیشکه چي الله تعالی دداسي کسانو سره دجنت  وعده کړې ده .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery