مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2005-08-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نوميالي افغان ليکوال پوهاند ډاکټر تږي د مړينې کبله

 

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام

 

٢٠٠٥ کال ، د اګست ٢

جرمني  ، د کولن ښار

 

 

په ډېرې خواشينۍ سره خبر شولو چې د افغانستان نوميالی ليکوال ، ژبپوه ، شاعر او ټولنيز شخصيت پوهاند ډاکټر حبيب الله تږی د سرطان په ناروغۍ پرون په امريکا کې له نړۍ سترګې پټې کړې .

 

انا لله و انا اليه راجعون

 

پوهاند تږی ، د کابل پوهنتون د پښتو څانګې له  مخکښو استادانو څخه و . ګڼ شمېر شاګردان يې روزلي او اوږده کلونه يې د افغانستان د علم او کلتور د يو ريښتيني خدمتګار په توګه هلې ځلې کړې دي .  دغه راز هغه يو داسې استاد او ليکوال و چې د اجتماعي شخصيت په توګه هم  مطرح و .

 

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه ، په داسې حال کې چې  د دغه نوميالي استاد په مړينه خواشيني څرګندوي ، له دې کبله هم  غمجنه ده چې ، د هغوی وروستی کتاب چې  پر ختيځپوهانو يې ليکلی دی او د افغان هوتکي پاڅون د درې سومې کاليزې  په وياړ همدا اوس د دې ټولنې له لورې تر چاپ لاندې دی ، د هغوی پر ژوند چاپ نه شو او اوس به يې له مړينې وروسته خپرېږي .

 

موږ په داسې حال کې چې د استاد تږي  کورنۍ . شاګردانو ، د آثارو مينه والو او د علم او کلتور د لارې افغانو لارويانو ته د زړه صبر غواړو ، هغوی ته د لوی خدای له درباره د بخښنې دعا کوو او د ناچاپو آثارو د زر تر زره چاپ هيلې يې څرګندوو .

 

اروا دې يې ښاده وي .

 

د ټولنې  د مشرتابه جرګه

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery