په ډېره خواشيني مو خبر تر لاسه كړ چي د پښتو د فرهنګي هسك څخه يو بل ستورى هم ولوېد.
ارواښاد ډاكټر حبيب الله تږي يادوو !
ارواښاد تږى د پښتو د مقتدرو ليكوالو له جملې څخه يو هغه و چي كله په هيواد كي دننه و او يا هم د پردېسۍ په چاپېريال كي يې د ژوند شپې او روځي سبا كولې خپل ټول ژوند يې د پښتو د خدمت لپاره وقف كړى و.
پښتو او پښتانه به تر ډېره د خپل دغه خواخوږي او حقداره ليكوال د زيار او زحمتو مرهون وي، او د سپېڅلي خداى له لوى درباره به هغوى ته په فردوس جنت كي د اوچت مقام غوښتنه كوي.
انا لله و انا اليه راجعون
رشاد خپرندويه ټولنه _ كندهار