مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-03-21   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

د انسان د حافظې سپړونکی کمپیوتر جوړ شو

میرویس جلالزی

د بریتانیا ساینس پوهانو یوه داسي ډول کمپیوتر جوړ کړی چې کولای شي د انسانانو حافظه ولولي او هغه څه چې د یو انسان له حافظې وتلي وي بیرته نوموړی شخص ته ور په یاد کړي.

دغه نوی کمپیوټر اوس هغه خیالونه په واقیعت بدلوي چې یو انسان به وکولای شي له خپل فکر څخه وتلي خبرې بیرته ور په یاد کړي.

د بریټانیا ساینس پوهانو ویلي چې دغه  ډول کمپیوټر یې معمولی کمپيوترونو ته تر انکشاف ورکولو وروسته رامنځ ته کړی دی.

دغه نوی کمپيوتر به دا وړتیا هم ولری چې د انسان د ګوتې په څیر چې د کتاب پاڼي په یوه خاصه موضوع پسې لټوي، د یو کس ماغزه ولټوې او ترینه له یاده وتلي یاداشتونه را ژوندي کړي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery