مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-04-02   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

د نباتاتو غوړ د دخانیاتو ضد باکټریا لپاره موثر واقع کیږي

میرویس جلالزی

څیړونه له یوه تازه تحقیق وروسته وموندله چې د نباتي غوړو استعمال د هغو باکتریاوو د غښتلي  کولو لپاره موثر واقع کیږي چې د انسان په ارګانیزم کې د مخدره دارو ګانو پر ضد عمل کوي.

له څو لسیزو را پدې خوا انسانانو په دې عقیده درلوده چې د نباتاتو غوړي د پوټوکې او د ستونې د ناروغۍ لپاره موثر واقع کیږي خو اوس دغه تجربه ساینس پوهانو په عمل کې ثابته کړه.

د یونان هیواد د تکنالوژۍ د انستیتیوت محقیقینو موندلي چې د نباتاتو څخه تر لاسه شوي غوړي د هغو باکتریاوو پر ضد کارنده واقع کیږي چې د انسان په بدن کې د د مخدره موادو د استعمال پر مهال را منځ ته کیږي او ډاکټران یې پر ضد له انتي بیوتیک درملو څخه کار اخلي.

د دغه انستیتیوت پروفیسور ښاغلي ایفامیا وویل چې مونږ اوس دا موندلي چې نباتي غوړي د میکروبي ناروغیو ضد اثرات لري او مونږ واقعاً دا وموندله چې نباتي غوړي د دغه ډول باکتریاوو سربیره نوري مضره باکتریاوې هم له مینځه وړي.

محقیقین وایې چې د نباتي غوړو استعمال هیڅ  ډول منفي اغیزي نلري او یوازي هغه کسان باید ورسره له احتیاط څخه کار واخلي چې د ډاکټر له لوري د ناروغیو له تشخیص وروسته ورته د نه خوړلو او یا لږ خوړلو توصیه کیږي.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery