ايا د هوسۍ ملګرتيا کوئ؟
هوسۍ له افغانستان څخه دننه خپرېدونکې يوه خپلواکه، ناپېيلې، کلتوري، ټولنيزه او ادبي دوه مياشتنۍ مجله ده، چې په هېڅ ګوند، سازمان او ارګان پورې اړه نه لري. د دې خپرونې موخه د افغاني ويجاړ کلتور بيارغونه، د ملي يووالي ټينګښت او د ملي ګټو خوندي کول دي.
که څه هم په هېواد کې زياتې خپرونې شته، چې اکثره خو يې زيات مالي امکانات او نورې اسانتياوې هم لري، خو هوسۍ په لږو امکاناتو او په نشت حساب وسايلو سره خپرېږي، له دې کبله يې اداره وياړي، چې تر اوسه يې چا ته د مرستې لاس نه دی وراوږد کړی او نه يې هم کومې ټولنې، موسسې او ارګان ته تمه لرلې ده، ځکه چې هوسۍ د ځوانو فرهنګپالو په قربانۍ او مېړانې سره خپرېږي.
هوسۍ د نړۍ هرې برخې ته لېږل کېږي، که تاسې په هر هېواد کې ياست، په خپل ګډون سره د هوسۍ هره ګڼه پر خپل وخت ترلاسه کولای شئ. موږ د نړۍ په ځينو هېوادونو کې خپل استازي لرو، چې تاسو ته دا مجله دررسولای شي
که د هوسۍ ادارې ته خپل نظر، وړانديز يا نيوکه رالېږئ، د برېښناليک پر لاندېنۍ پته اړيکي ونيسئ:
hoseyjournal@yahoo.com
تاسې د برېښناليک پر دې پته خپلې ليکنې، شعرونه او نور خپرنيز توکي هم رالېږلای شئ. دغه راز مو په کابل کې د ګرځنده فون شمېره ده: 009370200067
او که چېرې د ليک له لارې تماس ساتئ، نو پوستي پته مو دا ده:
پوسټ بکس شمېره 633، مرکزي پوسته خانه، کابل.
په امريکا کي زموږ پته ده :
Khalid Hadi
Afghan photographer
P. O. Box # 4051
Schenectady-New York 12304
USA
Tel: 518-542-8482
او په اروپا کي زموږ پته ده
Abdullah Ehsan
TIRANAPLANTSOEN, 149
2034TM HAARLEM
THE NETHERLANDS
FAX, 0031 (0) 23 540 31 29
که زموږ سره خپلي فرهنګي اړيکي ټنګي وساتئ
اداره به مو منندويه وي.