ګرانو ورونو السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
په ډیره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړچې د پامیر د هوای شرکت د الوتکې دتیرې اونئ د راغورځیدلو په پیښه کې د چپرهار د درې یو تاند ، څپاند ، علمي او ټولنیزې څیرې نجیب الله (( محبوب)) د اجل داعي ته لبیک وویل او د تل لپاره یی ددې فاني دونیا څخه سترګې پټې اود شهادت لوړ مقام ته ورسیده، روح دې ښاد وي او یاد دې د تل لپاره پا تې وي . انا لله وانا الیه راجعون.
نجیب الله محبوب د خواجه محبوب ځوی د خواجه ګانو د قریې اوسیدونکی وو، تر ماسترۍ پورې زده کړي کړی وي د عمر ډیره برخه یی به پاکستان تیره کړې وه ، اوس مهال د کندوز په ولایت کی د جی ټی زیډ د نړیوالې موسسې سره په دنده بوخت وه .
د چپرهار د دری ټول با درده خلک په ځانګړې تو ګه د چپرهار د ولسوالۍ د محصلینو علمي او پرمختیایی ټولنه د نجیب الله محبوب د کورنۍ سره پدې لوی غم کې ځان شریک ګڼي اود لوی څښتن په دربارکې د مرحوم د کورنۍ لپاره د صبرجمیل او اجرعظیم غوښتونکي دي او د نجیب الله محبوب مړینه یوه ملي او نه جبرانیدونکې ضایعه ګڼي