دخپریدو نیټه : 2010-06-15 مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل
له ډنمارک څخه د خواخوږۍ پیغام
یوسف هېواددوست
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هېواد یو تن خدمتګار بچي علاقه دار عبدالعزیز خان شینواري په حق رسېدلی او له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړي دي ( لوی خدای دې ښه جنتونه ور په برخه کړي ) . موږ په داسې حال کې چې له ګرام ورور او د هېواد پخواني او تکړه ژورنالست ښاغلي شاولي قرار او د شینواري صاحب د کورنۍ له نورو غړو سره خپله غمشریکي څرګندوو ، دوي ټولو ته د زړه صبر او خدای بښلي علاقه دار صاحب ته د جنتونو هیله کوو . الله مو له نورو غمونو وساته .
د خپلواکۍ له فرهنګي مرکز څخه :