( ښکلا ) د بېنوا ویبپاڼي تر څنګ د بېنوا فرهنګي ټولني د دوې مياشتنۍ کلتوري او ټولنيزي خپروني نوم دی چي راتلونکې مياشت به درې کلنه کيږي .
نوموړې خپرونه د افغانستان څخه د باندي په عربي هيوادونو ، اروپا ، امريکا ، کاناډا ، برتانيه ، او استراليا کي هم لوستونکي لري . او همدا ډول وخت په وخت د هيواد د پېژندل شويو ليکوالو ، شاعرانو ، او پوهانو ارزښتناکي ليکني ، پوهنيزي څېړني ، اود افغانستان سره تړلي بېلابېل او په زړه پوري مالومات په پښتو ژبه خپروي .
مينه والو ته یې زيری ورکوو چي ديادي شوي مجلې پرله پسې اولسمه له چاپه راوتلې ، او په نژدې راتلونکو ورځو کي به ټولو ګډون کوونکو ته ورسيږي .
د يادوني وړ ده چي ښکلا د نړۍ په هره برخه او هيواد کي ګډون کوونکي مني ، او ښکلا ورته رسوي . که غواړی په خپلو ليکنو ، ژباړو ، او کيسو ښکلا لا ښکلې کړی يا يې ګډون کوونکي شی او مجله د خپل کور پر پته ترلاسه کړی ، نو د ښکلا په اړه نور مالومات ، د ښکلا د ترلاسه کولو پتي ، او ګډون پاڼه له دې ځایه ترلاسه کړی .
خوري رمې به د غزل د غزلانو
د ښکلا د هسي وږي زمري وار دی