مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-06-23   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام

الحاج غرزي خواخوږی

 

 نيټه: ٢/٤/١٣٨٩ - ٢٣/٦/٢٠١٠
کابل - افغانستان

په خورا خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد نامتو سندرغاړي او کمپوزيتور رحيم مهريار د اوږدي ناروغي له کبله د جرمني هېواد په هانور(Hannover) ښار کې په حق ورسيد.

انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد مهريار چې:
"ستا په هجران کې جانانه – سهار ماښام زه اوښکی تويومه"
د شعر په ويلو سره خپل هنري فعاليت پيل او څه کم څلور لسيزي په سلګونو سندري ويلي او هم ېي کمپوزونه د هېواد نورو هنرمندانو ته جوړ کړي چې په هېواد او بهر کې د افغانانو د قدر او منني وړ ګرځيدلي دي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د ارواښاد مهريار مړينه يوه لويه هنري ضايعه بولي، ارواښاد ته جنت الفردوس، کورني، کلتوري او هنري ټولنو ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي.

روح دي ښاد وي

په درنښت،

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery