مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2010-07-07   مخپرونکئ : ۶۳ بېنوا - کابل

نهه ویشت سلنه اروپایان سګرټ څکوي

میرویس جلالزی

 
د اروپایي ټولنې له خوا وروستۍ شمېرنې ښیي چې ددغې لویې وچې نږدې دریمه برخه یعني ۲۹ سلنه وګړي په منظم ډول په سیګرټو روږدي دي.

د یورونیوز د راپور له مخې ددغې نظرپوښتنې له مخې په سیګرټ څکونکو کې سړي دېر دي او په ۲۹ سلنه سیګرټیانو کې چې په منظم ډول سیګرټ څکوي ۳۵ سړ ي او ۲۵ ښځې دي.

د اروپایي ټولنې د روغتیایي چارو مشر جان ډالي:۶۳ سلنه اروپایان په عمومي ځایوو کې پر سیګرټ څکولو د بندیز غوښتونکي دي او ۶۵ سلنه هم دا غواړي چې په پلورنځیو کې سیګرت رانیونکو ته ښکاره کې نه ښودل شي.

د اروپايي ټولنې کمېسون د سیګرټو د ممنوعیت لپاره د خلکو عمومي ملاتړ ته په پام سره غواړي چې دغو  توکو بندیزونه ډېر کړي.

د دغه راپور پر بنسټ سیګرټ څکول په اروپایي هیوادونو کې د مرګ لومړنی عامل دی.

هرکال په اروپای کې شپږلکه ۵۰ زره کسان وارمخکې مري چې ۱۹ زره یې هم د نورو د سیګرټ د لوکي لامله دي.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery